د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ نننۍ پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او افغان لوري ته یې د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه چې په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په مساوي ډول پای ته ورسېده.

نن سهار د افغانستان پر وخت ۷:۳۰ بجې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې پچه واچول شوه چې افغان لوري وګټله، خو لومړی یې د بنګله دېش الف لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د بنګله دېش الف لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د ۹ لوبغاړو له سوځېدو سره افغانستان الف لوبډلې ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه چې د بنګله دېش توپوهونکو له لوري نعیم شیخ ۱۲۶ او عفیف حسین ۵۳ ډېرې منډې وکړې.

د افغانستان الف لوبډلې د توپ اچوونکو له منځه کریم جنت څلور او فضل نیازي بیا د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول چې د بنګله دېش درې لوبغاړي هم د منډو پر مهال وسوځېدل.

ورپسې افغان لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه، خو په ۴۵،۱ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیالې لوبډلې ته یې لوبه پرېښوده چې د افغان توپوهونکو لخوا رحمن الله ګربز ۵۴، ناصر جمال ۴۷، شرف الدین اشرف ۳۵ او میرویس اشرف ۲۳ ډېرې منډې وکړې.

د بنګله دېش توپ اچوونکو له لوري بیا یاسین عرفات درې، شفیق الاسلام او امین الاسلام دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول او په دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا وروبخښله.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ او دوه څلور-ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې چې پکې افغان لوبډلې په څلور ورځنیو سیالیو کې بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې له منځه یې لومړۍ څلو ورځنۍ لوبه افغانستان وګټله او دویمه بې پایلې پای ته ورسېده.

خو د پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په مساوي ډول پای ته ورسېده چې له منځه یې افغان لوبډلې لومړۍ دوه یو ورځنۍ لوبې ګټلې وې، ورپسې دریمه بنګله دېش وګټله، څلورمه لوبه د باران ورښت له امله بې پایلې شوه او نننۍ پنځمه او وروستۍ لوبه هم بنګله دېش وګټله چې په دې سره یاده لوبلړۍ په مساوي ډول پای ته ورسېده.



t