لغمان کې د کوچیانو پر څارویو د داخلي پرازیت ضد درملو د تطبیق لړۍ پیل شو

لغمان کې د کوچیانو پر څارویو د داخلي پرازیت ضد درملو د تطبیق لړۍ پیل شو

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د « DCA » موسسې په همکارۍ د دې ولایت د یو شمېر مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د پرازیت ضد درملو د پلي کولو لړۍ پیل پیل شوی دی.

د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې په دې لړۍ کې د کوچیانو د مالونو د خوندي کولو په پار د داخلي پرازیت ضد نږدې ۲۰ زره ډوزه درمل ورکول کیږي ترڅو په همدې شمېر څاروي له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي.

دغه درمل د لغمان د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د « DCA » موسسې له خوا چمتو شوې ده ترڅو د څارویو د خوندیتابه کچه لوړه کړي.

باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد کمپاین په پلي کېدو سره له یوې خوا د څاریو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.



t