ملي جنډه او زما خاطره / عبدالستار ستوری

ملي جنډه او زما خاطره / عبدالستار ستوری

د ۱۳۷۵ هجري لمريز کال کيسه ده. داهغه وخت وو, چي طالبان په نابلده بڼي, او ناپيژانده جامې سره کابل ته ننوته . دشمالي ټلوالي پرهرجنګالي يې خپل

لس طالب جنګالي کښيښول دکابل دنيولو خمار

اوشرط يې وګاټه.

کیسه به رالنډه کړو. اوازه سول چي طالبان دملت دبابا سره پرمنظم حکومت کولوباندي توافق کوي.

بابا به کابل ته راځي او خبري به کیږي. بابا وار دمخه خپل دخبرو استازی خپل زوم مارشال سردارولي خان پاکستان ته راولیږئ.

دطالبانو استازي توب په ناګهانه شکل دپاکستاني استخباراتو پرلاس کیدئ. داځګه چي پاکستاني سیاسیون دخزانې پرسرناست وه . موږ په دې وخت کي دکوټي په سریاب کلي کي وو. هلته زموږ دغوږي دوه کوره همسایګان کندهاریان وه او یوکور زموږ دمشراکا وو نورټول کلی دسندیانو, بلوڅان او پنجاپیانو څخه یوغرت و لاړوو.

.ماخوستن وو, چی پاکستانی سوزکی ډوله موټر دکورمخ ته رنګ وواهه. زه دټولو دمخه باندي ور ووتم. په دروازه کي غټ کواره داره سړی ولاړدی. درې نفره نورهم ورسره دي .ماته یې ویل ورسه ! پلارته دي ووایه چي راسه. ما دشاه ګیرپه خرڅ کړ په خوله مي. لکه دده سوځکی رنګ وواهه په راستې پښې مي شاته دوړي وپاشلې سیده حاجي بابک ته راغلم ماویل بابکه هغه سړی وایې راسه!
حاجي بابک دباندي راووت میلمانه یې په غیږپوري ټینګ ونیول. پرمخانو یې سره مچ کړه. بابک اومیلنو په همدې دروازکي سره ښکل کړل . دکوټې دننه راغله.

ساعت وروسته میلمانه ولاړه. حاجي بابک بیرته کورته راغی پرمهاجرمخ يې خوشحالي ځلیدل .

ویل ځویه ! سبا بیرغونه جوړکړئ. مارشال سردارولي راځي.هغه زموږسره ګوري. ترهغه وروسته موږ خپل وطن افغانستان ته ځو. دبابک دې خبري مي خوب رډ کړ ترصادقه سهاره مي لکه داخترشپه په ویښه تیره کړه

سهار ترچاوو وروسته مي مورته وویل مورکي بیرغ راجوړکه! مورمي حاجي بابک ته په زوره ورږغ کړه ای سړیه ! په دې هلک دي ماغزه راوخوړه دابیرغ څه رقم ورجوړکړم ؟؟ بابک ددرې رنګه داستعمال طریقه وروښودل مورکه مي جسته ولاړه سوه,تور ټوکريې دخپل زوړ پوړني څخه راپرې کړ. لس کالداري یې راکړې ویل ورسه یو چاریاک زرغونه خوشبوو ، یو چاریاک سره خوشبو راوړه.

ماهم په سوزکي دمخ ګیر واغوستئ دخولې ارنګ مي وواهه په ۵ دقیقې مي ټوکران ورته راوړه.دديوال په کونجک کي غټه دپمبوو. وچه لښته وه. بیرغ مي په واغوست. دنابلده سړي دکیرایې دکور پرغولي مي بیرغ ورپاوه بیامي چپې خواته راتاوو کړ. بیرغ درې رنګه لمبه وکړه.
په لوړاواز مي ږغ کړه زنداباد افغانستان!!!

سیده راغلم د اکاکورته. دکاکاځامنو مي دوه لوی بیرغان په لاسوکي دي. ترماکشرورور انجنیرقایم خبرسوو.

هغه پسې,جوړکړ رالنډه به یې کړم نیم ساعت دهغوخلکو موټرراغی موږ یې دموتر باډۍ ته پورته کړو. ښه مي په یاد دي دسریاب عمومي څړک ته چي را پورته سوو. بیرغ مي دموټر دباندي راوویست ، یوپنجاپي رقشه والا ګوته کښته ونیول. مانا سرټیټه اوسئ مابیرغ باندي راپورته کړ.

پلارمي ولیدم ویل پټ یې که ! ښه ټیټ دمورښکنځل یې راته وکړه. ویل ځویه! دایې ځای نه دی .

ساعت وروسته دملاقات ځای ته راورسيدو.

دپښتون اباد پرلویه دښته په زرګونه مهاجرافغان دبابا داستازي ملاقات ته ولاړدي. په حساب لس ځایه اتڼونه اوډولونه دي ای! ته باورکړه هلته مي په لسګونه په وطن پسې دیغ مهاجر مي ولیدل چي سرترنوکه په ملي بیرغ کي پټ وه.

همداشور ماشور روان وو. چي ږغ سوو ویل مارشال راغئ موږ ترپلاره پوري ورټوپ کړه .زرګونه خلکو یودم وځغاستل.ترماپوري ډیرو بي وځلو مارشال ونه لیدئ.

وروسته چي یې پوښتنه وسول؟.

ویل پاکستان اجازه ددریدو اودیروخبرو نه ورکول.

مورته مي لس کالداري هغه وخت ورکړئ چي دیو پاکستاني ګودام والا یوکریټ کشمیش مي په شل کالداري ورپاک کړه لس مي جیب ته کړې په لسومي دمور پور اداکړ.



t