دغه عادتونه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي

دغه عادتونه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي

ژباړه: احمد الهام

ډېر عادتونه او لاملونه شته چې د وزن د زیاتېدو لامل کیږي؛ خو دلته موږ پنځه ورځني عادتونه ذکر کوو چې په لوړه کچه وزن زیاتوي.

۱ـ غټې مړۍ(ګولې) کول: باور دی، هغه خلک چې غټې ګولې کوي، نسبت هغوی ته چې وړې ګولې کوي، ډېره کالوري مصرفوي. نو کله چې غذا خورئ، نو کوچنۍ ګولې پورته کړئ او ښې يې وژویئ، څو ښې هضمې شي.

۲ـ کمې اوبه څښل: هغه خلک چې د ورځې له مخې لږ اوبه څښي، ډېر احتمال دی چې وزن يې زیات شي.

۳ـ په غټو پلیټونو کې خوراک: هغه څوک چې په غټ پلیټ کې خوراک کوي، تر نورو ډېر خواړه هم مصرفوي، چې پایله يې د زیات وزن اخیستل دي.

۴ـ کم خوب: هغه څوک چې له مناسبې اندازې کم خوب کوي، چاغیږي. نو د دې لپاره چې د خپل وزن کنټرول وساتو، باید په منظمه توګه استراحت وکړو.

۵ـ له خیټورو ملګرو سره ناسته ولاړه: هغه ملګري چې ډېر خوراکي وي، له هغوی سره زیاته ناسته پاسته هم د وزن د زیاتیدو باعث کېږي، ځکه کله چې هم دوی بهر وځي، نو حتماً د خوراک لپاره څه اخلي.



t