برتراند راسل

برتراند راسل

شفیق امیرزی

راسل ستر نوم دی، خو تر شا یې په زړه پورې کیسې پرتې دي. دغه برېټانوی لیکوال د ژوند په سختو شرایطو کې لوی شوی دی او په ډېرو سختیو کې یې ځان د علم او ادب په ډګر کې رسولی دی. هغه په ماشومتوب کې د مور او پلار له نعمته بې برخې شو او هغه وو چې بیا یې نیا رالوی کړ.

برتراند آرثر ویلیام راسل برېټانوی، فیلسوف، ریاضي پوه، منطق پوه، ادیب، ټولنیز فعال او لیکوال دی. د ۱۸۷۲ز کال د مې په ۱۸مه د برېټانیا په وېلز کې نړۍ ته راغلی دی. دی لا ماشوم و چې مور پلار یې مړه شول. نیا یې د هغه سرپرستي کوله او دی یې روزه. له اووه کلنۍ وروسته یې مطالعه پيل کړه. تر ډېره به یې ادبیات او تاریخ مطالعه کول. په ۱۱ کلنۍ کې له اقلیدیسي هندې سره بلد شو. ریاضیات او نور انساني علوم وروسته د راسل د فکري پراختیا او ودې سبب شول. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په بېلو علمي حوزو، لکه فلسفه، منطق، میتافیزیک او دیني فلسفه کې مهم فعالیتونه تر سره کړي دي او مهمې لاس ته راوړنې لري. راسل له جي اې مور سره یو ځای په انګلستان کې د تحلیلي فلسفې بنسټ اېښودونکی دی. د راسل تحلیلي تګلاره د ژوند په بېلو مرحلو کې بدله شوې ده. همدې مسئلې د هغه په ژوند کې ډول ډول صفحې پرانیستې دي. بوخنسکي باوري دی چې راسل په ژوند کې منظم فلسفي نظام نه دی جوړ کړی. په دې مانا چې د منظم او یو ډول فلسفي نظام په جوړولو نه دی بریالی شوی. دی وایي چې د راسل فکري لوری وخت په وخت بدل شوی دی او د تحول په حالت کې و.

راسل د خپل عمر ډېره برخه په انګلستان کې تېره کړې ده، خو ولزي اصلیت یې درلود. د راسل کورنۍ پخواني ښاریان او با نفوذه وګړي وو. د هغه نیکه د وکتوریا د سلطنت پر مهال دوه ځله د انګلستان لومړی وزیر پاتې شوی و. پلار یې هم د اشرافي او حکومتي کورنیو سره ښې او قوي اړیکې لرلې. همدې مسایلو راسل ته هم په چاپېریال او شاوخوا کې ارزښت ورکړی و.

د راسل هم د مېرمنو د ازادۍ لپاره یوه مبارزه تېره شوې ده. په ۱۸۷۴ز کال کې یې مور د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه. لږ وخت لا نه و تېر شوی، چې مشره خور یې هم مړه شوه. خور یې تر راسل څلور کاله مشره وه. پلار یې هم په ۱۸۷۶ز کال کې د ناروغۍ له امله مري.

په همدې وخت کې یې ورور چې تر ده اووه کاله مشر و او نیکه یې د ده سرپرستي او پالنه پيل کړه. دی وایي چې نیکه یې ده ته یو مهربانه، خو له پښو لوېدلي انسان په توګه ډېر څه ور زده کړي دي. په ۱۷۷۸ز کال کې یې نیکه هم ومړ، نو راسل تر ځوانۍ پورې له خپلې نیا سره و او هغې به یې پالنه کوله. راسل په ځوانۍ کې ډېر یوازې و. هغه له چا سره کار نه درلود او ډېر وخت به یې یوازې تېراوه. ژوند ورته ستړی کوونکی و او یوازې د فلسفې او ریاضیاتو مطالعه یې کوله. ده په ځوانۍ کې دا فکر هم له ځان سره درلود چې ځانوژنه وکړي. راسل وايي، د خپلو نږدې خپلوانو مړینې دا فکر ورسره پیدا کړ چې ځان وژنه وکړي، خو وايي، دا چې له ریاضیاتو سره یې مینه ډېره شوه او هره ورځ به یې مطالعه کوله، نو له دې کاره په څټ شو.

راسل د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر فلسفي مکتبونه تجربه کړي دي. له ایډیالېزم نیولې ان تر منطق او ریالېزم پورې راسل تجربه کړي او فعالیتونه یې پکې لرلي دي. د هغه فلسفي فکر او فکري تګلاره په دې لنډه لیکنه کې نه شي وړاندې کېدلی، ځکه ده په دې اړه لسګونه کتابونه او مقالې لیکلې دي.

راسل د جګړې ضد فعال و. د امپریالېزم سخت مخالف و. دا چې سوله پال او سوله خوښي افکار یې لرل، په لومړۍ نړیواله جګړه کې له پوهنتونه وایستل او زنداني شو. هغه د ادولف هټلر د جګړو مخالفت وکړ. د ستالین د تمامیت غوښتنې او ټولواکۍ مخالف و. له دې سره یې هم مخالفت درلود چې ګواکې امریکا دې له ویتنام سره جګړه کې ښکېله شي. د اټومي وسلو د ختمولو لپاره یې پراخ فعالیتونه کول. په ۱۹۵۰ز کال کې یې د فکري ازادۍ او انسان دوستۍ له امله د نوبل د ادبیاتو جایزه هم وګټله. راسل څلور ځله واده کړی دی، خو د ځینو ستونزو له امله یې له خپلو مېرمنو بېل شوی دی.

راسل انګلیس فیلسوف او د انګلیسي ژبې پياوړی لیکوال و. هغه د انګلیسي ادبیاتو په حوزه کې ډېر کار کړی دی او د ښه نامه خاوند دی. ډېری خلک راسل د هغه د فلسفي کتابونو او نورو اثارو له زاویې پېژني. خو هغه د نورو لیکوالانو په څېر د ادبیاتو او لیکوالۍ په برخه کې د ډېرو اثارو خاوند دی. راسل یو ازادي غوښتونکی او مذهبي روشنفکره انسان و. ټولنیزو او مذهبي مسایلو ته د هغه کتنه ډېره متفاوته وه. ده هر څه ته له یوې نوې او متفاوتې زاویې کتل. له همدې امله یې لیدلوري ډېر وخت ځينې مسایل زېږولي دي، چې تر ننه هم ډېری معاصر فیلسوفان د یادو مسایلو پر حل نه دي بریالي شوي. د هغه فکر ډېر لوړ و، تر ټولو مهمه مفکوره یې د جګړې ضد مفکوره وه او په دې برخه کې یې ډېره مبارزه کړې ده. راسل ان له زلمیتوبه مخکې له دې چې فلسفه یې فکر او نظریات بدل کړي، سیاسي خو د جګړې ضد شخصیت و. له همدې امله موږ مخکې هم وویل، چې له پوهنتونه وایستل شو او پنځه میاشتې زنداني شو. له زندانه تر ازادۍ وروسته یې هم له خپلو فعالیتونو لاس وا نه خیست. لا یې هم د جګړې او انسان وژنې پر ضد خپل غږ اوچتاوه. ده ډېره هڅه کوله چې تر خپل توانه د هټلر د جګړو، د ویتنام د جګړو او ورته نورو کشمکشونو مخه ونیول شي.

هغه په ډېری نړیوالو سیاسي غونډو کې د جګړې ضد ویناوې او څرګندونې کولې. سره له دې چې سیاسي افکار یې تر فلسفي افکارو ډېر او پیاوړي نه وو، خو ده بیا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې پای ته رسېدل او هر ځای د سولې د تامین غوښتنه کوله. ده به ویل چې مدني ژوند باید رښتینی رنګ خپل کړي او د جګړو پر ځای انسانان باید په سوله کې ژوند وکړي.

د راسل په اړه دا ویل کېږي چې هغه هېڅ وخت د دین مخالف نه و، خو د هغو دیندارانو مخالف و، چې له مفکورې او مطالعې پرته به یې د یوه دین لاره خپله کړه. ده په دې برخه کې د ډېر دقت غوښتنه کوله او خلک به یې مناظرو ته رابلل. هغه پر عقل ډېره تکیه کوله. ده به پر دې ډېر ټینګار کاوه، چې تر ډېره انسان باید له عقله کار واخلي او هغه څه ورته د منلو وړ وي، چې عقل یې ومني. ده به ویل، انسان باید په پرېکړو کې له تعصب او تنګ نظرۍ ځان خلاص کړي او په سړه سینه هغه څه ومني چې حق دي او د منلو وړ وي. خو سره له دې د راسل دیني نظریات خورا پراخ دي.

ده غوښتل په دې توګه بشريت خبر کړي چې ژوند ازاد دی، انسان ازاد دی او د فکر کولو، پرېکړې کولو او ژوند کولو ازادي لري. هغه په ادبیاتو کې هم لوی لاس درلود او په ادبي مفکورو کې یې هم تل د انسان د ازادۍ او بشري ژوند د ښه والي لپاره لیکنې کولې. مخکې مو هم وویل چې په همدې لړ کې یې د نوبل جایزه واخیسته. پوهان په دې باور دي چې راسل په جدیت سره په نړۍ کې د ادبیاتو په برخه کې یو له اغېزناکو شخصیتونو دی.

راسل څلور ځله واده کړی دی. د هغه شخصي ژوند له ستونزو او کشمکشونو ډک و. لومړی یې په ۱۸۹۴ز کال کې له الیس سمېت سره واده وکړ. څو کاله وروسته یې په بله ښځه زړه بایلود او له هغې بېل شو. په ۱۹۲۱ز کال کې یې الیس طلاق کړه. دا ځل یې له دورا نومې ښځې سره واده وکړ. دوی د دوو بچیانو خاوندان شول. ۱۴ کاله وروسته یې ښځې له بل امریکایي نارینه سره اړیکې پیدا کړې، له دې مسئلې راسل خبر شو او له دې مېرمنې هم بېل شو. له هغې سره یې د عمر تر پایه دښمني وپاللــه. تر دې پېښې یو کال وروسته یې له پاتریشیا سره واده وکړ. نوموړې په دې وخت کې ۲۱ کاله عمر درلود. په ۱۹۵۲ ز کال کې له پاتریشیا هم بېل شو. په همدې کال کې یې له ادیث فینچ سره واده وکړ او د عمر تر پایه له همدې مېرمنې سره و.

راسل د انساني ژوند په اړه ښه افکار درلودل. نن هم د هغه لنډې لنډې خبرې د نړۍ بېلو ژبو ته ژباړل کېږي او خلک یې لولي. هغه انسانان مينې ته رابلل. د جګړې سخت مخالف و او ویل به یې، هغه وخت چې په مینه ضایع کېږي، ضایع شوی نه دی، بلکې ژوند ته وقف شوی دی. ده به ان ویل چې په کار کې احساس لرل، نیکې اړیکې لرل او دا شیان دومره ارزښت نه لري، انسان د محبت او مینې تږی دی، چېرته چې مینه وي، هلته ټول کارونه سم دي. ده به ویل چې د ښه ژوند لپاره خوشالي مهمه ده. په دې مانا چې لومړی باید ځان خوشاله وساتی، خپله خوښي پیدا کړی، ژوند دې پخپله ښه کېږي. هغه پر خپلو لوستونکو غږ کوي چې وېره لرې کړي. دی وایي، ډار هېڅ وخت دا اجازه نه ورکوي چې عاقلانه پرېکړه وکړي، بلکې د ډار موجودیت هغه خطر لا ډېروي چې له امله یې ځورېږی. راسل به ویل چې زه د خپلو باورونو لپاره جګړه نه کوم. په دې مانا چې په خپله خبره کلک نه یم ولاړ، کېدای شي په غلطه وم. د هغه تګلاره همدا وه چې وخت په وخت یې فلسفي نظریاتو تغیر کاوه، دا مسئله ځینې کسان منفي عادت بولي، خو ډېر نور یې بیا ستايي.

بالاخره د نړۍ دغه نامتو لیکوال، فیلسوف او ریاضي پوه د ۱۹۷۰ز کال د فبرورۍ په دویمه ومړ. هغه وصیت کړی و، چې جسد یې دې وسوزول شي او اېرې یې دې د ولز پر غرونو وشنل شي. د ده وصیت یې عملي کړ او همداسې یې د ده جسد وسوزاوه او اېرې یې د وېلز پر غرونو وشنلې.



t