د ۱۳۹۹ کال مالي بوديجه کې د ننګرهار پر اړتياو بحث

د ۱۳۹۹ کال مالي بوديجه کې د ننګرهار پر اړتياو بحث

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د ننګرهار د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د ننګرهار د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه تېره ورځ د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه په یاد ولایت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالیې وزارت په استازي ښاغلي نورالله نیازي، د ننګرهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي تمیم عارف مومند، د ننګرهار مستوفي ښاغلي ګل افضل نادري، د یاد ولایت ولسوالانو، د ولایتي شورا استازو، د مالیې وزارت د بودیجې جوړونې یو شمېر تخنیکي استازو او د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکو ګډون کړې وو.

 د دې غونډې اصلي موخه د روڼتیا او حساب ورکولو لپاره د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته رسېدل، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسیدو او په ټول هیواد کې په اغیزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.

«د ننګرهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي تمیم عارف مومند د مالیې وزارت رهبرۍ نه د دې غونډې له جوړیدو څخه د مننې تر څنګ وویل: “د دې غونډې موخه د ملي بودیجې په سند کې د ننګرهار ولایت اړتیاوې، پراختیایې او لومړیتوب لرونکو پروژو په نظر کې نیول دي، هیله ده د خلکو اړتیاوو سره سم ټول ګټې پروژې په نظر کې ونیول شي.”»

د مالیې وزارت استازي ښاغلي نورالله نیازي له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ وویل:

 “د مالیې وزارت رهبرۍ په ملي بودیجه کې د روڼتیا او اغیزمنتیا د زیاتیدو لپاره د ولایتي بودیجې جوړونې پروسه پیل کړې. موږ غواړو چې له حکومت سره د خلکو په فعاله ګډون سره د راتلوونکې کال ملي بودیجه شته واقعیتونو، اساسې اړتیاو او د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره ترتیب کړو.”

همدا شان په دې غونډه کې ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.

د یادونې وړده، چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ایزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي، چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ایزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري.

 دغه عوامل په سېمه ایزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.



t