د(KGF) فلم دوهمه برخه؛ دا ځل د بدماش په رول کي سنجي دت راښکاره کېږي

د(KGF) فلم دوهمه برخه؛ دا ځل د بدماش په رول کي سنجي دت راښکاره کېږي

د بالیووډ نوموتي او مشهور سېنمايي ستوری سنجي دت به داځل د(KGF) فلم په دوهمه برخه کي د بدماش په رول راښکاره سي. په تیره برخه کي دا رول د تامیل فلمونو یو لوبغاړی ته ورکړل سوی و، خو دا ځل د یاد فلم ډایریکټر اعلان وکړ چي د (ادهیرا) یعني د فلم د بدماش رول يي د هندي سېنما ستوری سنجي دت ته ځانګړی کړی دی.

(KGF) فلم د جنوبی هند سېنما تامیل له هغو مشهورو فلمونو څخه دي چي کله پر سېنماګانو وړاندې سو ډېر شمیر ریکارډونه يي مات کړه او دومره پیسي يي وګټلي چي بل هیڅ کوم تامیلي یا بالیووډ فلمونو نه دي ګټلي. یاد فلم د بل تامیلي فلم باهو بالی فلم ریکارډونه هم مات کړل.

سنجی دت د ادیرا بدماش په رول کي

د یاد فلم د هیرو یا مرکزی رول لوبونکی د تامیل فلمونو تکړه ستوری یاش و او دا ځل هم د فلم د هلک یعني (  (Rockyرول نوموړی ته ورکړل سوی دی او د فلم د بدماش یعني سنجي دت په مقابل به د (KGF) جکړه مخته وړی.

 (KGF) فلم د هندوستان ۱۹۶۰ میلادی کال د سرو زرو د کان پر کیندولو جوړ سوي دي چي د یاد کان د پیدا کیدو وروسته د یو بدماش لاسته ورځي او یاد بدماش په زوره او په پټه خلک هلته وړي او پر ډېرو ظلمونو سربیره د زرو کان هم په غیري قانوني توګه پري راباسي.

یاش د (Rocky( په رول کي

د فلم کیسه داسي ده چي په هغه سیمه کي یو ماشوم نړۍ ته سترګي پرانیزي، د کوم چا چي مور مریضه کېږي، خو دا چي دوي ډېر غریبان يي نو مور يي د نه درملني له امله مری، نو ماشوم له خپل مړي سوي مور سره وعده کوي چي د ممبي پاچا به جوړيږي او ډېري پیسي به ګټي. بلاخره ځوان کېږي او د ممبي تر څنګ ادهیرا چي یاد کان په واک لري وژني او هغه د ممبي لوي بدماش کېږي حکومت يي د وژلو امر صادروي او فلم پر همدي ځاي پاي ته رسېږي. اوس يي دوهمه برخه جوړېږي، وبه لیدل سي چي دوهمه برخه به څه ډول وي او د تیر فلم په څیر به دا هم کامیاب اوسي او کنه؟

دواړو سېنمايي ستورو هم یو بل ته مبارکي ویلي ده او د یو بل سره پر یو ځاي کار کولو خوښي ښودلی ده.


بالیووډ فلمي نړۍ
t