د بنګله دیش خلاف د لوبغاړو کار کردګي!

د بنګله دیش خلاف د لوبغاړو کار کردګي!

کریم جنت د سیریز تر ټولو زیاتې (۹) ویکټې واخیستې، ابراهیم ځدراڼ (۲۷۳) منډې جوړې کړې، تر څنګ یې رحمن الله ګربز (۲۰۱) زیاتې منډې وکړې، نوین الحق ۷ او فضل نیازي ۶ زیاتې ویکټې واخیستې، د سیریز غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو.

افغان الف لوبډلې د دوه څلور ورځنۍ لوبو لړۍ یو پر صفر وګټله، یو ورځنۍ لوبو سیریز دوه پر دوه مساوي شو.

افغان لوبغاړي تر دې وروسته افغانستان ته راځي، ځکه ۱۸ ورځې وروسته شپږیزه لیګ په مرکز کابل کې پیلیږي، افغان کرکټ بورډ ژمنه کړې چې دځل به شپږیزه له نوښتونو ډکه وي، وبه ګورو چې کوم نوښتونه یې په پام کې نیولي دي.

نور خان اشنا



ورزش
t