بندي شاعر او سپوږمۍ

بندي شاعر او سپوږمۍ

لیک: محبوب

شاعر بند و، د شپې دولس بجې د زندان ساتونکي راغلل ورته یې وویل: اوس دې د وژلو وخت راغلی، راووځه!

شاعر: سپوږمۍ خو به نه وي؟

ساتونکی: په سپوږمۍ څه کوې؟ خپل اخري خواهش دې ووایه؟

شاعر: سپوږمۍ شته؟

ساتونکی په غوصه شو، شاعر یې په خپلې ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډې وواهه او ویې ویل: ځه چې ځو!

شاعر: سپوږمۍ شته؟

ساتونکي بیا شاعر وواهه او له مټو یې ټينګ ونیوه.، شاعر بیا وویل: سپوږمۍ خو به نه وي؟

دا ځل ساتونکی یو شېبه غلی شو ویې ویل: هو ! سپوږمۍ د څوارلسو ورځو ده.

شاعر: ما بدبخته سپوږمۍ ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات شعرونه لیکلي.

زه په سپوږمۍ میین وم، خېر دی داسې وخت کې مې ووژنئ چې سپوږمۍ نه وي، دا به لوی ظلم وي، چې د سپوږمۍ د سترګو په وړاندې مې ووژنئ، که پر ما نه وي پر سپوږمۍ ورحمیږئ.




t