خوږیاڼي:۱۸۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسونې زمینه برابره شوه

خوږیاڼي:۱۸۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسونې زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۸۰ کورنیو ته د لمریزې برېښنا په وسیله د پاکو اوبو رسونې شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

دا شبکه د خوږیاڼو اړوند پیره خیلو د لوی کلی په سیمه کې د ۲۷۴۷۹۰۹ افغانیو په لګښت د یونیسف UNICEF په مالي مرسته پرانیستل شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، چې وروستیو کې د ننګرهار ولایت ټولو ولسوالیو کې د ورته پروژو د پلي کېدو چارې ګړندۍ شوي دي.

 


بیارغوونه، خبرونه
t