په ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د جراحۍ عصبي څانګې روغتیاپال مسولین وایي په نخاغ شوکي تومور ناروغۍ اخته میرمنې تداوي یې په بریالي عملیات ترسره کړه.
ددغه ولایت د رسنیو دفتر د عصبي جراحي څانګې مسوول روغتیاپال ضمیرالدین خالد له قوله ویلي چې څه موده وړاندې یوه ځوانه میرمن یاد روغتون ته راوړل شوې وه چې د څو کالونو راهیسې د نخاغ شوکي تومور له ناروغه کړیده او د ناروغ په عصبي برخه باندې یې ډیر زیات اغیز درلود، چې له امله یې ناروغ ته د پښو بي حسي او شدید دردونه پیدا شوي وو.
ښاغلي خالد وړاندې ویلي:
«د MRI له معایناتو وروسته د عصبي څانګې روغتیا پالو له خوا یې عملیات په بریالیتوب ترسره شو، د ناروغ روغتیایې حالت اوس د ډاډ وړ دی او اوس کوم عصبي مشکل نه لري.»
سرچینه وايي، د پښتورګو د درملنې په ملي روغتون کې د پښتورګي د تیږې د لیرې کولو عملیاتونه په دوامداره توګه هره ورځ ترسره کیږي.
همدارازد نشتر د پښتورګو درملنې په ملي روغتون کې د پښتورګي د تیږې د لیرې کولو جراحي عملیات د جراحي متخصصینو له لوري هره ورځ په بریالیتوب سره ترسره کیږي.
د یورالوژي وارډ مشر ډاکټر قیوم فقیر وایې په دوامداره توګه د عملیات لپاره انتخابي ناروغان په وارډ کې له بستر وروسته عملیات کیږي.
نوموړی زیاتوي:
«نن یې د اسلام الدین په نوم ۴۰ کلن ناروغ چې د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی دی بریالی عملیات ترسره کړ.»
د ننګرهار د رسنیو فتر لیکي؛ د پښتورګو د درملنې ملي روغتون سرطبیب ډاکټر واقف نیازی وایې د پښتورګو د تیږې جراحي، لیزر(لیتوتراپسي) ، هیموډیالیز او اړونده برخه کې صحي خدمات ترسره کیږي او هڅه یې داده چې خدمات لا پیاوړي شي.