سره رود کې د یو میلیون افغانیو په لګښت سړک جوړیږي

سره رود کې د یو میلیون افغانیو په لګښت سړک جوړیږي

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د نږدې يو ميليون افغانيو په لګښت د يو سړک د جوړيدو چارې پيل شوې.

دا سړک د یادې ولسوالۍ د مستي خيلو او معروف کلا سيمو کې جوړیږي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د  UNDP ادارې له لوري د څه باندې نهه سوه او پنځه څلويښت زره افغانيو په مالي لګښت په کانکريټي ډول د یاد دوه سوه متره سړک جوړول پيل شول.

د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل، چې د دغه سړک په اوږدو کې شپږ پولګوټي هم جوړيږي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، هغه د UNDP ادارې له مسئولينو مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې د يو سړک د جوړېدو چارې پيل کړې او همدا راز غوښتنه يې وکړه، چې نورو رغنيزو چارو کې هم مرسته وکړي.

 


سره رود، بیارغوونه
t