د چېلنج کپ لومړی درجه ولایتي سیالۍ سبا پیلیږي

د چېلنج کپ لومړی درجه ولایتي سیالۍ سبا پیلیږي

د چېلنج کپ يو ورځنيو ولایتي سياليو وروستی يا ګرېډ ون پړاو سبا (د جولای په ۳۱مه نېټه) په ننګرهار او خوست لوبغالو کې پيلیږي.

په ياد پړاو کې ۸ لوبډلې ګډون لري، چې څلور لوبډلو (کابل، ننګرهار، خوست او پکتيا) د چېنلج کپ ولايتي سياليو لومړي پړاو او څلور لوبډلو (کندهار، بلخ، لوګر او هرات) د دويم پړاو څخه ګرېډ ون سياليو ته لار پېدا کړې ده.

د ګرېډ ون (لېست اې) سيالۍ د چېلنج کپ يو ورځنيو ولايتي سياليو وروستی پړاو دی چې پکې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي. په بي ګروپ کې هرات، ننګرهار، لوګر او کابل لوبډلې شاملې دي چې په ننګرهار کې به لوبې ترسره کوي، همدا راز په اې ګروپ کې بيا د کندهار، بلخ، خوست او پکتيا لوبډلې دي چې خپلې لوبې به په خوست کې ترسره کوي.

يادې لوبې چې د هرې ورځې د سهار ۹ بجې پيلېږي، هره لوبډله به پکې درې لوبې ترسره کړي.

له هر يو ګروپ څخه به دوه مخکښې لوبډلې نيمه پایلوبو ته لار پیدا کوي چې د اګست په ۷مه نېټه ترسره کېږي. په نيمه پايلوبو کې بريالۍ لوبډلې به پايلوبې ته ځي او پايلوبه د اګست په ۱۰مه نېټه په خوست کې ترسره کېږي.

د یادولو ده چې دغه سیالۍ د لېست اې بڼه لري، ۵۰ اورونه پکې لوبول کېږي چې د لېست بڼه یې هم تېر کال ترلاسه کړې ده




t