بې لاس او بې پښو خلک؛کروړپتي درویزګر پيژنئ؟

بې لاس او بې پښو خلک؛کروړپتي درویزګر پيژنئ؟

سوالګر او درویزګر هغه چا ته ويل کېږي،چې د څو روپيو لپاره بل انسان ته د سوال لاس اوږدوي. ځينې له مجبوريته ورته مخه کوي او د ځينو بيا پلرنی او د نيکونو دود وي، چې د خيرات په ډوډۍ ځان مړوي؛ خو اصلي پوښتنه د کروړپتي درویزګرو ده، هغه درویزګر، چې په خپله بډایه وي خو بيا هم له نورو د خيرات تمه او هيله لري. د دغو خيراتخورو په ډله کې له بده مرغه چې افغان حکومت هم راځي. سره له دې،چې افغانان د اوبو، معدني توکو، طبيعي زېرمو، قيمتي ډبرو او نورې بيلابيلې ذخيرې لري؛ بيا يې هم د خيرات کچکول نورو ته نيولی دی.
په نړۍ کې نېکمرغه هيواد هغه وي، چې د پرمختګ بنسټیز وسايل ولري او دا وسایل کانې زيرمې، په زياته پيمانه اوبه او ځوانه بشري قوه ده،چې له نيکه مرغه افغانستان د پرمختګ دا درې اساسي وسايل لري.
د کانې زېرمو ارزښت او قيمت مو تر دېرش تريلون ډالرو اوړي، د ټول ۳۳ ميليونه نفوس ۶۰ سلنه مو ځوانه بشري قوه ده او د اوبو کچه مو دومره ډيره ده که يوازې د کونړ پر سيند د برښنا بند جوړ شي، نو د افغانستان د یوې لویې برخې برښنايي اړتیاوو ته بسنه کوي؛ همداراز که د ټولو اوبو څخه سمه ګټه پورته شي نو نه يوازې دا چې په خپله به د کورنۍ برښنا خاوندان شو، بلکې نورو هېوادونو ته د صادرولو جوګه هم شو.
افغانستان د پرمختګ ټول اساسي شرطونه لري، خو يو شی اړتیا ورته لرو هغه د کار سړی دی. مونږ د سر داسې سړی نه لرو، چې دغه تياره مړۍ مو د ولس په خوله کې ورکړي او که وي هم څوک یې خدمت ته نه پرېږدي.
مونږ د تاريخ په اږدو داسې ډې مشران پيدا کړل،چې د پرمختګ له دغو اساسي وسيلو ګټه پورته کړي، اوبه مو کنټرول کړي، کانې زيرمې مو په قانوني بڼه وسپړي او له ځوانې بشرې قوې مو په سمه توګه د هيواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي،خو یو په بل پسې پلمې ورته برابرې او رانسکور شول.

ستاسو به په یاد وي،چې د افغانستان د اوبو د زېرمو د کنټرول او ادارې څېړونکي مرکز وويل “د افغانستان په سلو کې ۷۰ اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهېږي.”
تېر کال “د نوې افغانستان د څېړنې مرکز” د خپلو فعالیتونو د پیلولو په مناسبت غونډې ته وویل، چې افغانستان یوازې له خپلو ۳۰ سلنه اوبو څخه استفاده کوي.
د دغه مرکز مشر عبدالله هیواد د افغانستان ناامنۍ له اوبو سره تړلې بللې او زیاته کړې یې وه،چې ځیني ګاونډي هیوادونه غواړي افغانستان ناکراره وساتي؛ څو له اوبو یې وړیا استفاده وکړي.
د دغه مرکز مشر ډېره پر ځای خبره کړې وه؛ دا يو څر ګند واقعيت دی، چې پاکستان او ايران مو په خپلو اوبو وژني. دغه دواړو هيوادونو په ځلونو د افغانستان د اوبو څخه د وړيا ګټې اخيستنې په خاطر زمونږ د شته اوبو پر برښنا بندونو بريدونه کړي دي. همدا اوس هم ايران په دې هڅه کې دی، چې په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د جوړېدو مخه ونیسي. ايران د همدې هدف لپاره په سلګونو وسله وال روزلي دي او تل همدا هڅه کوي د بخش آباد بند د جوړيدو چارې ودروي، چې تر دې وړاندې د سلما بند د جوړېدو د مخنیوي لپاره یې د دغه بند پر کارکوونکو او انجینیرانو بریدونه وکړل،خو کار یې بالاخره بشپړ شو.

همداراز پاکستان هم له کلونو پخوا راهیسې په دې هڅه کې دی چې پر کونړ سيند د افغان حکومت لخوا د برښنا بند د جوړولو مخنيوی وکړي، خو د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره حکومت اړ دی، چې د اوبو د کنټرول او مهار لپاره سالمه پاليسې جوړه او له دغه نعمته د ګټې اخيستنې لپاره شرايط برابر کړي. د حکومت مسووليت دی، چې نور مو له خيراتي برښنا بېغمه او د خپلې کورنۍ برښنا خاوندان مو کړي؛څو نور بې لاس او بې پښو؛کروړپتي درویزګر و نه بلل شو.
لیکنه: خوشحال آصفي



ليکنه
t