ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د استوګنې نومرو اسناد ووېشل

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د استوګنې نومرو اسناد ووېشل

ولسمشر غني، نن مازدیګر پیروزي ښارګوټي کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د استوګنې نومرو د اسنادو د وېش په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي اراکینوهم حضور درلود، لومړی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار د پیروزي ښارګوټي په اړه وویل، د جمهوررئیس د حکم پر اساس دغه وزارت توانېدلی چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورثې ته د کابل ولایت په ده سبز سیمه کې په ۸ زره جریبه ځمکه پیروزي ښارګوټی چې ۱۱۰۷۷ د استوګنې نومرې لري، جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، دا مهال په یاد ښارګوټي کې په څلورو فازونو کې د استوګنې نومرې وېش ته اماده دي او په پنځم او شپږم فاز هم کار جریان لری.

د ښار جوړولو او ځمکو وزیر وړاندیز وکړ، چې له مسکن صندوق جلا دې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کورونو وجهي صندوق جوړ شي. اړوندې ادارې، ملي بودجه او کورني او بهرني مرسته کوونکي دې هغه تمویل کړي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته دې د آپارتمانونو او حویلۍ په ډول کورونه برابر او د سپما په خاطر دې د افغان کور جوړولو ادارې له لوري جوړ شي.

وروسته جمهوررئیس غني پخپلو خبرو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته وویل، زه هره ورځ ستاسو غم او ژور درد احساسوم، موږ ټول ستاسو پوروړي یوو او د دې ملت د هر فرد او د دولت د هر چارواکي وجداني، قانوني او اخلاقي دنده ده چې ستاسو دغه پور اداء کړي.

د هېواد جمهوررئیس د یادو استوګنیزو نومرو په وېش کې ځنډ ته په اشارې وویل: موږ ته کمزورې دستګاه په میراث پاتې وه، خو تر اوسه مو د استوګنې نومرو د وېش بهیر د چټکولو لپاره له شلو زیاتې غونډې کړې دي. هغه زیاته کړه، تر دې وروسته به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثین له یاده ونه اېستل شي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېر کې له ۹۰۰ زرو جریبو زیاته ځمکه غصب شوې او غاصبینو خپلو خپلوانو ته وېشلې وه. دا څنګه امکان لري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثین دې سرپناه ونه لري او د غاصبینو خپلوان دې د ځمکو مالکان وي. هغه په ټینګار وویل، موږ د ځمکو د غصب د دوران او د دغه ډول ظلمونو پایته رسېدل غواړو.

جمهوررئیس وویل، د ځمکو مدیریت مغز، فکر او طرحه غواړي او زیاته یې کړه، پیروزي ښارګوټی د کابل په غوره موقعیت کې دی او د ژوند ښه امکانات لري. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور به دې ښارګوټي ته نږدې صنعتي پارک جوړ کړي او د شهیدانو وارثینو ته به هم د کارموندنې زمینه برابره شي.

جمهوررئیس د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولو وړاندیزونو د تائید ترڅنګ وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت باید تغییر وکړي او په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د وارثینو مواظبت باید بنسټيز تحول وکړي.

جمهوررئیس دامنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د ملاتړ لپاره د صندوق جوړېدو ملاتړ وکړ او هغوی ته د کورونو جوړېدل یې تائید کړل. کابل ښاروالۍ ته یې لارښوونه وکړه چې د دې ځواکونو د شهیدانو لپاره دې ځانګړې هدیره په پام کې ونیسي. همداراز یې ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو وارثینو ته د ځمکو د وېش بهیر دې چټک کړي او په هغو ولایتونو کې چې د کورونو لپاره ځمکې نشته، مناسب بدیل پیدا کړي.

جمهوررئیس پوهنې وزارت ته هم لارښوونه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اولادونو ته یو شمېر ځانګړې لېسې په نظر کې ونیسي او دغه لېسې باید له نورو ښوونځیو کمې نه وي. هغه همداراز لوړو زده کړو وزارت ته دستور ورکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اولادونو ته د کانکور لپاره ځانګړي ترتیبات ونیسي او ټولې دولتي ادارې دې د شهیدانو د وارثینو ګمارنې ته لومړیتوب ورکړي.

په دې مراسمو کې، د هېواد جمهوررئیس او لومړۍ مېرمن د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو یو شمېر وارثینو ته په پیروزي ښارګوټي کې د استوګنې نومرو اسناد ووېشل.



t