په هندوستان کې د افغانستان لوی سفارت د معلولينو ملي لوبډله وربللې وه

په هندوستان کې د افغانستان لوی سفارت د معلولينو ملي لوبډله وربللې وه

نن په هندوستان هېواد کې د افغانستان لوی سفارت د هېواد معلولينو ملي لوبډله وربللې وه چې د ناستې پرمهال د کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه.

په دې ناسته کې په هندوستان کې د افغانستان شارژدافیر طاهر قادري له لوري لومړی ټولو لوبغاړو ته د هرکلي ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې د کرکټ ملي لوبغاړو د نړۍ په کچه بې حده زیاتې لاسته راوړنې لرلي دي.

د ښاغلي قادري په وینا(( مونږ د نورې نړۍ له استازو او ډيپلوماتانو سره زیات مخ کيږو، هغوی چې کله هم له موږ سره زمونږ د وطن خبره کوي، نو کرکټ خامخا یادوي چې دا د ویاړ خبره ده .)) هغه وايي چې له هندوستان هېواد سره د ښو اړيکو پر بنسټ به د هېواد د کرکټ د لا پراختیا لپاره اړینې هلې ځلې وکړم.

د ناستې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ د ډيسيپلين کميټې او د معلولينو ملي لوبډلې د دې سفر مشرالله داد نوري په خپلو څرګندونو کې په هند کې د افغانستان سفارت له مشرتابه مننه وکړه چې دوی یې ور وبلل او دغه راز یې دوی ته یې د کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو لاسته راوړنې او راتلونکې مهمې برنامې تشریح کړې.

همدارنګه د معلولينو د کرکټ څانګې مشر ډاکټر عبدالمنان مسعود د ناستې پرمهال د لوبډلې د روان سفر په تړاو د سفارت مشرتابه ته هراړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې د معلولينو د کرکټ ملي لوبډله به د معلولينو د نړيوال سریز سیاليو په ترڅ کې برخه واخلي او هیله مندي یې وښوده چې غوره لاسته راوړنې به ولري.

د یادونې وړ ده چې د معلولينو ملي لوبډله اوس مهال په هندوستان هېواد کې په تمریناتو بوخته ده او د اګست په پينځمه نېټه به په انګستان هېواد کې په کيدونکي نړيوال سریز سياليو کې برخه واخلي.



t