د ننګرهار حاجيانو ته په مکې مکرمې کې د حج مراسمو اداء کولو روزنه پيل شوه

د ننګرهار حاجيانو ته په مکې مکرمې کې د حج مراسمو اداء کولو روزنه پيل شوه

د ننګرهار ولايت ۱۱۸۰ حاجيان په مکې مکرمې کې ځای پر ځای او ورته د حج مناسکو اداء کولو روزنه پيل شوه.

د ننګرهار حج اوقافو رئيس محمد داود مجاهد وايي، چې په مکې مکرمې کې يې د دې ولايت ټولو حاجيانو ته لازم سهولتونه برابر کړي دي او وبه کولی شي، چې د حج مراسم په ښه ډول تر سره کړي.

نوموړی وايي، چې د افغان حکومت له لوري هلته حاجيانو ته لومړی روغتيايي مرکز هم پرانیستل شوی، چې په کې به يې درملنه کيږي.

هغه د افغان حاجيانو روغتيايي وضعيت او مراسمو اداء کولو ته پر چمتووالي ډاډ څرګند کړ.




t