د عبدالله په مشرۍ د افغانستان د تلپاتې موخو د پراختیا اجرایوي کمېټې ناسته وکړه.

د عبدالله په مشرۍ د افغانستان د تلپاتې موخو د پراختیا اجرایوي کمېټې ناسته وکړه.

د افغان حکومت اجرایه ریاست وايي، چې پرون سه شنبه د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوي کمټېې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې اجرایه رییس عبدالله عبدالله او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د تېرې ناستې رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په کاري ګروپونو کې هم د اغېزمنو چارو لپاره منظمې ناستې شوي دي.

اجرایه ریاست وايي، د غونډې ګډونوالو د SDG ( Sustainable Development Goals ) راتلونکیو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویي ویل، چې تر ۲۰۳۰ کاله پوري د تلپاتې پراختیا د موخو پروګرامونه د افغانستان په ټولو برخو کې تطبیقېږي .

دوی زیاته کړه:

«په دې تېرو کلونو کې مو د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو خپلو ټولو پروګرامونو کې د افغانستان خلکو لپاره د سهولتونو په برابرولو کې کار کړی دی.»

دوی وویل چې راتلونکو نورو برنامو کې د فقر، اقتصاد، ښځو، مالیه او روغتیا په برخه کې د افغانستان خلکو پکې برنامې په نظر کې نیول شوي، چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې دا برنامې به د تطبیق وړ وي .

د غونډې ګډونوالو په وینا:

«په دې ټولو برنامو کې د افغانستان خلکو لپاره لوی کارونه ترسره کېږي، په برنامو کې ورسره ټول نړیوال او کورني همکاران مرسته کوي تر څو د خلکو لپاره ښه سهولتونه برابر کړي

اجرایه ریاست وایي، ډاکټر عبدالله عبدالله د غوڼډې ګډونوالو ته وویل، چې افغانستان ته د نړیوالو متخصصونو راتګ سره به نور هم د تلپاتې پراختیا موخو د ښه تطبیق کولو په برخه کې ګټور تمام شي .

نوموړي ټینګار کړی؛ ټول هغه مسایل چې په لوړه کچه پرېکړو ته اړتیا ولري باید د حکومت له رهبري سر دې شریک شي او ټول وزارتونه دې د تلپاتې پراختیایي موخو د برنامو په تطبیق کې برخه واخلي .

دا ناسته د اوسني اجرایه رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، عبدالله عبدالله په مشرۍ شوې

ښاغلي عبدالله ویلي:

«د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره د وړاندې شويو طرحو د تایید ترڅنګ ټینګار وکړ، چې باید د نورو ااقداماتو لپاره هم زمینه سازي وشي او تعقیب شي. ټول کارونه په سمه توګه باید مدیریت کړي تر څو راتلونکی حکومت هم په دې برخه کې تاسو سره لازمه مرسته وکړي

عبدالله عبدالله د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د اجرایوي کمېټې چارې اغېزناکې یادې کړي او ویلي یې دي چې دا د ټولو اړونده ادارو د هڅو او کوښښونو پایله ده، چې نن دې کمېټې خپله لار موندلې او د عملي اقداماتو خوا ګامونه اخلي.

باید یاده کړو چې د اوسني حکومت ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله دواړه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نومندان دي. که څه هم د ولسمشر د واک موده پای ته رسیدلې وه، خو د سترې محکمې د پریکړې له مخې کولی شي تر راتلونکي حکومت راتګ او ولسمشر ټاکل کیدو پورې حکومتي چارې د ولسمشر په حیث مخته بوځي.

 


راپورونه، د عبدالله په مشرۍ مهمه ناسته
t