د جلال اباد-کابل دویم لاین سړک جوړول بیا پیلیږي

د جلال اباد-کابل دویم لاین سړک جوړول بیا پیلیږي

د جلال اباد – کابل دویم لاین سړک د جوړولو لپاره د کارونو د پيلولو راپور ورکړل شو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د والي شاه محمود مياخيل په هڅو د جلال اباد – کابل دويم لين سړک نيمګړې او پاتې چارې يو ځل بيا پيل او د سړک غاړې استملاک شويو ملکيتونو پیسو ورکړې پروسه به هم ډېر ژر تر سره شي.

سرچینه وایي، په همدې موخه د چمتوالي ګډه ناسته وشوه چې د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني، د ترانسپورټ او ټولګټو چارو وزارتونو، چينايي شرکت، نړيوال بانک او نورو ادارو مسئولينو په کې ګډون درلود.

په دې ناسته کې پریکړه شوې چې راتلونکې اونۍ کې به د جلال اباد – کابل دويم لين سړک د جوړونې پاتې چارې پيل شي.

یاد دفتر زیاتوي؛ مسئولینو ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو دريو مياشتو پورې به د ياد سړک په اوږدو کې د استملاک شويو ملکيتونو مالکانو ته نغدې پیسې ورکړل شي.

د ننګرهار د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني د شرکت مسئولينو ته د امنيت او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ورته يې سپارښتنه کړې، چې د سړک پاتې چارې په ټاکلي وخت پيل کړي.


بیارغوونه، سړک جوړول
t