ننګرهار: د کوچيانو د څارويو درملنه پيل شوه

ننګرهار: د کوچيانو د څارويو درملنه پيل شوه

په ننګرهار ولایت کې د کوچیانو د څارویو درملنه کیږي.

د افغانستان د کرنې وزارت په چوکاټ کې د کلپ کوچي برنامې له لوري د کوچيانو څارويو ته د درملو ورکړه پيل شوه او همدا راز به دوی ته د حيواناتو ساتنې برخه کې هم روزنه ورکړل شي.

دا درملنه د کلپ کوچي برنامې تطبيق له مخې کیږي.

ددې برنامې د عملي کیدو له مخې کوچې مالدارانو ته د مالدارۍ د پرمختګ په موخه ګڼ خدمات وړاندي کیږي، تر څو د دوی مالداري تقویه شي او د څارویو حاصلات زیات او په کوچي ټولنه کې د فقر کچه کمه شي.

د ننګرهار ولایت د کرنې رياست مسئولينو د معلوماتو له مخې کوچيانو ته به د داخلي پرازیتونو پر وړاندې د مبارزې د بېلابېلو لارو د پیژندلو، د باکیفته درملو سره د کوچي مالدارانو د آشنا کولو، د داخلي پرازیتونو په بیولوژیکي او اقتصادي زیانونو د مالدارانو پوهولو برخه کې معلومات ورکړل شي.

ددغه ولایت مطبوعاتي دفتر ددوی له قوله وايي چې د دې پروګرام په لړ کې به د ننګرهار ولایت په ۹ ولسوالیو کې شاوخوا شل زره څارویو ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.

سرچینه وايي، له دې سره جوخت به مالدارانو ته د داخلي پرازیتونو په زیانونو، نښو او مخینوي د لارو چارو په هکله معلومات هم ورکړل شي.


د کوچیانو د مالونو درملنه، خبرونه
t