د قطر يادښتونه – درېيم

د قطر يادښتونه – درېيم

د قطر د دوحې د شيراتون پنځه ستوري هوټل په عمومي دهليز کې له يوه ملګري سره ولاړ وم چې د طالب استازو پلاوى چې ملااميرخان متقي، ملا خيرالله خيرخواه، سهيل شاهين، شيرعباس ستانکزى او يو شمېر نور ورسره وو ، هوټل ته راننوتل، له کابله د راغلي پلاوي ځينې غړي په همدې دهليز کې ورسره مخ شول، وار له مخه يې يوبل ته خلاصې غېږې ورکړې او داسې روغبړ يې سره وکړ تا به ويل چې په ټول عمر کې يې سره ترخه خبره نه ده راغلې، جګړې خو لا څه کوې، خداى شته په دې روغبړ يې ډېر خوښ په دې شوم ماويل چې که خداى کول د دواړو خواوو زړونه سر نرم شوي او نور به هلته په افغانستان کې زموږ په ملت د اور سره تبۍ سړه او په بل شوي اور به د سولې اوبه ، چې ددې هېواد د کونډو، يتيمانو او بورو ميندو له اوښکو جوړې دي، تويې او مړ به شي.
طالب استازو ، چې سپينې جامې ، تور واسکټونه ، تورې لنګۍ، تورې او سرې رنګه څپلۍ يې پر پښو وې، له يوشمېر کسانو سره تر روغبړ وروسته په ګړنديو قدمونو او په داسې روحيه چې تابه ويل نن يا سبا کابل ته روان دي، يوه بل کوچيني دهليز ته ننوتل او د يوه قطري ځوان له خوا چې شايد عمر به يې ٢٢کاله و ، ژر دروازه را پورې شوه او بل چا ته يې دغه دهليز ته د ننوتو اجازه نه ورکوله .
لږ شېبه وروسته مې يوه بل قطري ځوان ته وويل چې د ماښام لمونځ کوم جومات په کوم ځاى کې دى، بې له ځنډه يې په هغه قطري ځوان غږ وکړ کوم چې د هغه دهليز دروازې ته ولاړ دى چې هلته طالب استازي ننوتلي، په عربي يې ورته وويل چې دغه مېلمه پرېږده چې هلته جومات کې لمونځ کوي. قطري ځوان د د هليز دروازه خلاصه کړه او د جومات تر دروازې پورې يې بدرګه کړم .
کله چې جومات ته ننوتلم ګورم چې طالب پلاوى له کابله د راغلي پلاوي له ځينو غړو سره د جمعې په لمانځه ولاړ دي ، چې امامت يې يو قطري ځوان کوي . ما د لمانځه وروستى رکعت ونيوه ، د لمانځه تر ادا کولو وروسته په دهليز کې مو له ځينو طالب استازو سره ځان پېژندنه وکړه او تر هغه وروسته د هوټل په عمومي دهليز کې طالب استازي او له کابله د راغلي پلاوي غړي سره يوځاى شول ، ځينو چې سره روغبړ نه و کړى دلته يې روغبړ سره وکړ او له دې ځايه جرمني او قطري چارواکو مخامخ يو زړه وړونکي سالون ته چې دواړو لوريو ته يې په يوه ګډ مېز د عصرې په شکل ځينې خواړ ايښي وو په مشخصو شويو څوکيو کېنول او په خپلو کې يې سره مقداماتي پېژندګلوي پيل کړه ، ما چې ددې صحنې عکسونه او ويډيو اخيستل ، نو د يوې جرمنۍ ښځې را باندې پام شو ، ويل يې چې خبريال يې ما وويل هو ، بيا يې کړل چې ژر سالون ترک کړه ، دلته د خبريال لپاره ځاى نشته . ما چې تر ډېره حد خپل کار کړى و او يو څه مواد مې اخيستي نو د دوى د اصولو مطابق مې سالون پرېښود، ترې راووتم ، خو د سالونه د دروازې په مخکې ورته کمين شوم ترڅو ددوى د راوتلو پرمهال ترې مرکې واخلم ، تازه معلومات ترلاسه کړم ، عکسونه او ويډيوګانې يې واخلم.
ددوى خبرې اوږدې شوې او هلته په هوټل کې د ماخوستن د ډوډۍ خوړلو پروګرام پيل شو، له ما سره تللي درې څلور نور خبريالان ډوډۍ ته لاړل ، خو ما خپل کار ته پر ډوډۍ ترجيح ورکړه او په همدې دروازه کې تم شم، په دروازه کې يوه موظف قطري ځوان راته وويل: ځه ډوډۍ ته دې لاړ شه چې درڅخه خلاصه نه شي، دوى ژر نه راوځي ، ما ورته وويل: د ډوډۍ خوړلو اشتها نه لرم ،د دوى راوتو ته منتظر کېږم .
لږ موسکى شو ويې ويل: سمه ده نو ستا ډوډۍ خوړل له دوى سره خبرې کول او د عکسونواخيستل دي ، که څنګه ؟ ما ورته وويل : هو ايله زما په هدف پوه شوې، بيا يې نو لږ دروازه خلاصه کړه او راته يې وويل: سالون ته ننوځه ، خو د پلاوي مېز ته وړاندې مه ورځه له همدې ځايه دې عکسونه او ويډيو واخله . سالون ته دننه شوم چې د طالب استازو او کابل نه راغلي پلاوي ترمنځ ازاد بحث نور پاى ته رسېدلى و او يوازې يې په دا يوه خبره وپوهيدم چې سره ويل يې انشا الله سبا به نهه بجې د رسمي غونډې ځاى ته راځو او ناسته به پيل کوو، له دې خبرې سره دواړه لوري له ګډ مېزه راپورته شول او د هوټل عمومي دهليز ته راووتل ، دلته مې ژر ژر له څو طالب استازو او له کابله د راغلي پلاوي له ځينو غړو سره د ناستې په اړه مرکې وکړې ، عکسونه مې يې واخيستل او د دوى له خپلمنځي مجلس او خبرو مې ځان خبر کړ.
طالب استازي او له کابله د راغلي پلاوي غړي د شپې تر ناوخته پورې دوه او درې سره يوځاى د هوټل په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېدل، ځينو يوبل ته شمېرې ورکولې، ځينې په مجلس سره بوخت و ، ځينو حتى د خبرو پرمهال سره خندل او خواږه بنډارونه يې سره کول .
له زړه چې ووايم د دوى په دغه ډول يوځاى ليدو خوښېدم او دغه ډول ناستې او مجلسونه مې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره په نيک پال نيول او له ځان سره مې وويل چې يا الله ته مو نور په خپل هېواد کې هم دغه د قطر د شېراتون د هوټل په څېر سره خواږ او هم مجلسه کړې ، نور زموږ په هېواد کې په يوه او بل نامه زموږ وينه مه تويوه ، نور طالب، عکسر ، مامور، عالم ، شاګرد او هيڅ هېوادوال مور، خور، ورور ، پلار، لور او زوى د غم په ټغر مه کېنوه او نور مو د واقعي سولې له ټينګښت څخه برخمن کړه ، له همدې دعا سره د شپې دوولس نيمې بجې د هوټل له دهليز څخه په لېفټ کې دويم پوړ ته پورته شوم او په ١٥٥شمېره خونه کې د سبا ورځې د رسمي غونډې د ښه پيل په موخه په تخت کې بيده شوم.

لیکنه: حکیم بشارت، چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پرمهال د خبریال په حیث دغې غونډې ته تللی و.

 


د قطر یاداښت، بشارت، سولې خبرې
t