د فراه روغتون کې د انتظارخونو ودانۍ جوړیږي

د فراه روغتون کې د انتظارخونو ودانۍ جوړیږي

د فراه ولایت په روغتون کې ددوه انتظار خونو د جوړیدو کار په چټکۍ سره مخته روان دی.

د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وايي، ۶۳سلنه کار یې ترسره شوی.

دا انتظارخونې به د ناروغانو د پيوزانو او پوښتنې یا عیادت کوونکو لپاره یو مناسب ځای اوسي.

یادې دوه انتظار خونې د ۳۵۶متره مربع ځمکې په مساحت جوړیږي چې ټول ۱۴میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

ددغو ضمني ودانیو جوړیدل چې د روغتون ترڅنګ به جوړیږي، نه یوازې پيوزانو او عیادت کوونکو لپاره ضرور دي، بلکې د مریضاتو د ارامښت لپاره هم ګټه کوي، څو ګڼه ګوڼه ترې لرې وي.

 


بیارغوونه روغتون فراه
t