د رواني جګړې پيل – ډولونه

د رواني جګړې پيل – ډولونه

وسیع الرحمن ابهام

دریمه برخه

رواني جګړه له دې ځايه پیليږي چې د يوې ټولنې یا ولس تر منځ اختلافات زيات شي، د پرمختګونو پر وړاندې بدګوماني او ناهيلي راپورته شي، د خلکو نارضايتي په تېره له اقتصادي وضعیت څخه دومره لوړه شي چې پاڅون او ګډوډۍ ته لاره هواره کړي.

په یوه او بله طريقه د خلکو له ديني او مذهبي باورونو سره لوبې کېږي، لکه په تېره کې د قران سوزول او د پېغمبر کارتون رسمول.

کله چې دا لومړنۍ تګلارې بريالۍ شوې له هغې وروسته کوښښ کېږي چې په مخاطب هيواد کې د ”ازادۍ“ او ”انارشۍ“ تر منځ پولې ړنګې شي او د ديموکراسۍ په نامه بې بندوباري او قانون ماتونه عامه شي.

له هغې وروسته محراب، مکتب او پوهنتون کاروي، بیا د مهمو رسنيو راخپلولو ته لومړيتوب ورکوي، ورپسې د قومي او نیابتي جګړو لمن پراخوي او کله يې چې هيواد تر خپل اغېز لاندې راوست د جګړې لوری ورکوي او هيواد مجبوروي چې په کرار کرار د هوساينې په لور اقدام وکړي.

د رواني جګړې ډولونه او ګټې

رواني جګړه په دريو ډولونو ترسره کېږي:

لومړی؛ سترتيژيکه رواني جګړه: دا ډول جګړه د ارمانونو او هيلو د سستوالي لامل کېږي، په دې جګړه کې يو ملت د خپل تمدن او کلتور په هکله په شک کې اچوي او روحيه او اراده يې زیانمنوي.

دویم؛ تکتيکي رواني جګړه: دغه ډول يې د جګړې په ډګر کې ترسره کېږي، د دښمن له سرتېرو سره د خلکو د همکارۍ په لاره کې خنډ راپيدا کوي او د سرتېرو د ملاتړ عناصر له منځه وړي.

دريم؛ تحکيمي رواني جګړه: دغه جګړه په خپل هيواد کې په کار اچول کېږي، کله چې کوم هيواد خپل مخاطب ملت تر اغېز لاندې راوست، بیا ددې هيواد مشران د ملکي خلکو د همکارۍ د ډېريدو او د هغوی د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره او په همدې ډول د دښمن د دسيسو د پېژندلو او د پوهاوي د لوړاوي په هکله هغوی ته اړينې لارښوونې وړاندې کوي او د اوازو پر وړاندې د ودریدلو لپاره يې پام راګرځوي، چې په دې برخه کې محبوب مشران او سیاستمداران محوري رول لوبولی شي.



معلوماتي، د رواني جګړې پرلپسې بحث
t