خوږیاڼو کې بزګرانو ته کرنیزوسایل ورکړل شول

خوږیاڼو کې بزګرانو ته کرنیزوسایل ورکړل شول

د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ۴۸ ښځينه بزګرانو ته کرنيز وسايل وويشل شول.

دا توکي ددې ولایت د کرنې رياست په چوکاټ کې CBARD برنامې له لوري د ۴۸ ښځينه بزګرانو کورنيو غړو ته وويشل شول.

د ننګرهار د کرنې رياست مسئولين وايي، چې په دغه کرنيزو وسایلو کې کراچۍ، بېل، بېلچه، رمبی، دستکشې، دواپاش او نور وسايل او توکي شامل دي.

د کرنې ریاست په وینا د یادو وسايلو په مرسته به مېرمنې په کور دننه په هر فصل کې سبزيجات توليد کړي او د خپل کور اړتياوې به پوره کړي.


خبرونه، د کرنیزو وسایلو ویشل
t