د خويندو په حق سترګې مه پټوئ!

د خويندو په حق سترګې مه پټوئ!

ما ته د پلار جايداد کې (۳۸) بسوې زراعتي زمکه او يو جريب مخروبه باغ راورسېد ، چې دوه بسوې کم درې جريبه زمکه ترې جوړېده
لمړی مې هغه (۳۸) بسوې زمکه ښوونځي ته وقف کړه چې اوس پکې د يو شمېر خپلوانو په مرسته د ښوونځي لپاره ښکلې ودانۍ جوړه ده پاتې يو جريب مخروبه باغ باندې مې ډېرې پيسې ولګولې خو د امنتي ستونزو له کبله مې په اساسي ډول جوړ نه شو کړای
ورځ تر بلې د چهاردرې امنيتي وضعيت خرابېده څو ځلې د باغ منځ کې د توپونو او هاوانونو ګولۍ ولګېدې
ډېرې ونې يې په ملا ماتې کړې
د نا امنیو له کبله په خپل وخت اوبه هم نه ور رسېدې
زه هم ترې ستړی شوم
ټولې ونې مې ترې ووهلې
ښار ته مې راوړې
لرګي مې ترې خرڅ کړه د هغو پيسو نيمايي يې هم پوره نه کړې
کومې چې ما پرې لګولې وې
د ونو سرشاخونه ډېر ول
کور مې له خسو ډک وو
يوه ورځ د خپلې مشرې خور کورته ورغلم
خور مې نغري ته ناسته وه زاړه بوټان يې سوزول
په سترګو مې توره شپه شوه ټکان مې وخوړ
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې
د ډار احساس مې وکړ
فکر مې کاوه قیامت دی او د الله ج حضور کې
داسی پوښتني رانه کېږي
ايا دا ستا هغه مهربانه خور نه ده؟ چې تل يې د مور مينه درکړې
خو نن د خسو پر ځای زاړه بوټان سوزوي
او د تا په کور کې خس نه ځائېږي
ايا دا د پردېس لور نه ده؟
ايا دا د پلار جايداد کې له تاسره حق نه لري؟
پښو مې سستي وکړه
په بېړه د خور له کوره ووتم
د باغ ټوله زمکه مې د خويندو غياب کې په خويندو تقسيم کړه
څو ورځې ورسته مې عرفي قبالې ورکړې
خويندو راته ويل له تاسو خو موږ څه نه دي غوښتي
ولې مو دا کار وکړ
ما ورته وويل ما په تاسو کوم احسان نه دی کړی
دا مو خپل حق دی.
له هغې ورځې وروسته ورځ تربلې زما ژوند ښه کېږي
تل د خوښيو احساس کوم
د خپل روزمره ژوند نه ډېر راضي يم
اخير کې له تاسو ټولو معززو هيوادوالو هيله لرم
چې خپلې خويندې او لوڼې له خپل حق نه مه محروموئ
تر څو الله ج تاسو له خوښیو محروم نه کړي.

ميراث نه ورکوي خور ته پښتانه
کاږه شوي دي کوم لور ته پښتانه
پاکه خدايه له تيارو يې کړه بهر
نور نو مه پرېږده پېغور ته پښتانه

عرفات پردېس د ۱۳۹۸ کال د اسد اتمه نېټه
کابل


ادب او کلتور، د خویندو حق
t