بیرغ په اسلام کې!

بیرغ په اسلام کې!

د قیامت په ورځ به هرڅوک خپل بریغ لاندی ولاړ وي.
جرجي زیدان لیکي چې لوا، رایت، علم، پرچم او بیرغ یوه مانا ورکوي.
عربو کې مخکی له اسلام څخه هم بیرغونه و، واقدي لیکي چې هره قبیله خپل بیرغونه لرل. سیره ابن هشام کې راغلي چې د قریشو بیرغ والا یو په بل پسی د حضرت علي رض په وسیله ووژل شو بیرغ ولویدډ نو د قریشو یوه زنانه (عمره د علقنه لور) اوچت کړ قریشیان د هغه چاپیره راټول شول او د جګړی پایله بدله شو.
سیره ابن هشام دا هم وایي چې محمد ص لمړنی بیرغ خپل تره ځوی عبیده بن حارث ته سپارلی یو شمیر نور بیا د حمزه نوم آخلي.
همدا ډول واقدي لیکي د خیبر په جګړه کې محمد ص و فرمایل بیرغ هغه چاته وسپاری چې د ځواکمنو حملو باوجود هم پشاتګ ونکړي، هلته بیرغ علي رض ته وسپآرل شو.
رسول خیر اندیش پخپأ کتاب کې چې د بیرغونو په اړه لیکل شوی لیکې چې د اسلام لمړنی بیرغ سپین و څه پکې نه و نوری نښی وروسته ور اضافه شوي.
پاتی شو افغانستان کې د بیرغ ورځ هغه خبره ښاغلي سردار ولي پخپأ یوه لیکه کې داسی روښانه کړی پوره ۱۳۹ کاله د مخه په نننۍ ورځ، د۱۸۸۰ع کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېدځ میوندد په سوځنده دښته کي د محمد_ایوب_خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره.
د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي ملالۍ نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوګياڼو کارېز وه چي د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري.
سهار پيل سوې خونړۍ جګړه په داسي حال کي غرمې ته ورسېده چي ايوب خان د ځان ماته پکښي حتمي وبلله، د دريو زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندي اوس يوازي پنځه سوه افغانان په نيم ژواندي حالت کي ولاړ وه، په دې بدمرغه شېبه کي افغان بيرغچي هم ولګېد او د ملي مبارزې بيرغ[سور/سپين] پر مځکه ولوېد، دا چي ملاله او [سردارو*] د جګړې شاته دوې پېغلي وې، ملاله د بيرغ اوچتولو ته ور وړاندي سوه او د ناره ئې کړه:
خال به د يار له وينو کښېږدم****چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه
که په ميوند کي شهيد نه سوې***خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
دې چغي د افغان ځواکونو لوېدلي مورال داسي وننګاوه چي په يوه پرېکنده بريد ئې د دښمن ملا غوټه ورماته کړه او ددې ورځي جګړه د انګرېز په تېښته پای ته ورسېده.

لیکنه: اکبر شیر


اسلام او د بیرغ بحث
t