آیا دایروي اقتصاد چاپېریال ته ګټه کوي؟

آیا دایروي اقتصاد چاپېریال ته ګټه کوي؟

موږ طبيعي زېرمي په دومره چټکۍ استعمالوو چي مځکه ئې د نور تولید وړتیا نه لري. که چېري موږ له دایروي اقتصاد څخه استفاده وکړو، يعني له لږ تولید څخه په څو ځله کار واخلو، ممکن د زېرمو په سپما کي مو مهم رول اداء کړی وي.

په اروپا کي هر کس له کاله ۱۶ زره کیلو ګرامه مواد مصرفوي چي له جملې څخه ئې شپږ زره کیلو ګرامه په کثافاتو بدلېږي. په ځیني اروپايي هیوادونو کي ۸۰ سلنه د کورنیو اضافه توکي پر مځکه د انبارو په شکل غورځول کېږي.

که څه هم د دغه ځای خلک خبر دي چي دغه انبار له منځه نه ځي، بیا ئې هم په پراخه کچه استعمالوي.

د دغو خلکو کړنو نه یوازي په اروپا کي چاپېریال ته زیان رساوه، بلکي د نړۍ د اقلیم په تغییر کي ئې هم رغنده رول لوبولی دی.

په انفرادي توګه او تجارتي ډګر کي هر کس داسي ښيي چي د توکو له استعمال او له وروستیو زیانونو څخه خبر دی، خو دا ټول داسي انګېري لکه تر غوږ سوې خبره، عمل نه پر کوي.

د ایډنبرګ رمارکري شرکت مشره سوفي انوین وايي چي زیاتره خلک د توکو د زیات استعمال په زیان پوهېږي، خو بيا هم ځان خطاباسي او زیات توکي استعمالوي.

سيب اګرین چي یو تاجر دی او په اسټرالیا کي ټولنیز فعالیت هم تر سره کوي، وايي: “زموږ اوسنی اقتصاد خطي دی.”

د اګرین په باور، موږ له مځکي څخه سرچينې رااخلو، باکاره توکي ځني جوړوو او څه وخت وروسته ئې بیرته غورځوو چي په کثافاتو بدلېږي.

دا هغه جریان دی چي زموږ په سیاره کي د طبيعي زېرمو اندازه کموي او د مځکي خالي ځایونه له کثافاتو او ناکاره موادو څخه ډکوي.

له دایروي اقتصاد څخه موخه د ناکاره موادو او کثافاتو له پاره داسي سيسټم برابرول دي څو په مټ ئې کثافات د مځکي له مخ څخه ایسته کړو او یا ئې په کار واچوو.

استعمال سوي توکي که چېري بیا ځلي کار ته آماده سي، کولای سي د طبيعي زېرمو د استعمال په اندازه کي کمښت راولي.

د سوفي انوین شرکت ځوانانو او د ټولنو نورو غړو ته د توکو د بیا استعمال لاري چاري ورښيي. د دغه شرکت مشره وايي چي تر ډېره حده ئې شرکت د چاپېریال د ککړتیا په مخنیوي کي مؤثر تمام سوی دی.

دایروي اقتصاد خورا کمي انرجۍ ته ضرورت لري او پر چاپېریال هم لږ منفي اغېز کوي.

د ریمارکري شرکت مشره وايي، که چېري تر ۲۰۵۰ کاله پوري یوازي د دوی شرکت ځوانان وروزي او هغه لاس په کار سي، نو د ۱۰ ملیونه ټنه کاربن ډای اکسایډ د خارجېدو مخنیوی به ئې کړی وي او تر ۲۰۲۰ م کال پوري به ئې تر ۵۰۰۰ زیاتو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې وي.

سوفي وايي چي د دې کمپنۍ ته د ورځي سلګونو کسان راځي او له ناکاره توکو څخه د کار وړ توکي جوړوي. د دې په باور تر اوسه ئې کمپنۍ کوچنۍ ده، پر یوې آلې څو کسان راټول وي او له هغه څخه کار اخلي، خو په راتلونکي کي په پام کي لري دا شرکت پراخ کړي او په زرګونو ځوانان پر کار کړي.

د سوفي په باور د نړۍ لوی تجارتي شرکتونه، لکه: ګوګل، پیلیپ او نایک هم د دې له شرکت څخه متاثره سوي او غواړي په راتلونکي کي د دايروي اقتصاد پالیسي غوره کړي.

هغه وايي چي سکاټلېنډ هیواد په فکر کي لري، څو د دایروي اقتصاد مفکوره په دغه هیواد کي عامه کړي او خلک تشویق کړي څو دغه راز شرکتونه جوړ کړي.

په ټولیزه توګه ویلای سو چي دایروي اقتصاد پر چاپېریال خورا ښه تاثیر کوي، ځکه یو خو د طبیعي زېرمو په استعمال کي سپما راځي او بل په نړۍ کي د کاربن ډای اکسایډ د خارجېدو ګراف راټیټېږي.



دايروي اقتصاد چاپېريال

تبصره وکړئ

avatar
t