د افغانستان الف لوبډلې لوبغاړي هېواد ته راستانه شول

د افغانستان الف لوبډلې لوبغاړي هېواد ته راستانه شول

د افغانستان الف لوبډلې لوبغاړي د بنګله دېش پر وړاندې د دوه څلور ورځنیو فرسټ کلاس او پنځه یو ورځنیو لوبو وروسته هېواد ته راستانه شول.

د یادولو ده چې افغان الف لوبډلې په څلور ورځنیو فرسټ کلاس لوبو کې بریا خپله کړه او د پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ یې ۲-۲ په مساوي توګه پای ته ورسوله؛ ځکه یوه لوبه د باران ورښت له امله ځنډول شوې وه.




t