څلوېښت کاله په توپان کې 

څلوېښت کاله په توپان کې 

لیکنه: حمید ناصري د اکسون میډیا ګروپ مشر
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس، چې دده په خبره د ارګ له مرچ او مالګې نه نیولې له سپینې ماڼۍ سره تر مذاکرې پورې یې په هرڅه کې مسوولیت درلود، د خپلو خاطراتو په تازه کتاب کې د افغانستان او متحده ایالاتو د اړیکو او د کرزي او سپینې ماڼۍ ترمنځ له جنجالونو جالبې کیسې لري.
“څلویښت کاله په توپان کې” د عبدالکریم خُرم د ژوند سړې تودې، کورني ژوند، جهاد او زده کړو، خاطرې، اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د مسوولیت او د افغانستان د سیاست او قدرت د ماڼۍ ( ارګ) تصویر ښيي.
د کرزي دوره د افغانستان او متحده ایالاتو په اړیکو کې له جنجالونو ډکه دوره ګڼل کیږي.
د افغانستان او متحده ایالاتو د اړیکو لوړې ژورې، د افغانستان په سیاست کې د ښکیلو څېرو لیدلوري، له پاکستان سره روابط، د کرزي او سپینې ماڼۍ ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړې پر څرنګتیا، ستراتیژیک او امنیتي تړون، ملکي مرګ ژوبلې، بګرام زندان او د زندانیانو پر انتقال ناندرۍ، قطر دفتر، له امریکايي چارواکو سره د کرزي لفظي شخړې او مجادلې او د ۲۰۱۴ کال ټاکنې او ولسمشر غني ته د واک انتقال ددغه کتاب د محتوا برخه دي.
“څلویښت کاله په توپان کې” له خپلې کابینې او نږدې دوستانو نه د کرزي د بیزارۍ او له امریکايي چارواکو سره د هغه د لفظي شخړو او توندو ډیالوګونو حکایت کوي.
کریم خُرم وايي، چې د ۲۰۱۲ کال په اګست کې د متحده ایالاتو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو د انتقال پر سر اړیکې کړکیچنې شوې. پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار درلود، چې دغه زندان زر افغان حکومت ته وسپارل شي، خو د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن او په کابل کې د امریکا سفیر د زندانیانو د اداري توقیف او ساتلو غوښتنه درلوده.
د دواړو خواوو ترمنځ په ارګ کې خبرې توندې شوې:
“کرزي امریکايي چارواکو ته وویل، چې د زندان موضوع نوره پای ته رسیدلې ده.
جنرال الن په لوړ غږ وویل، چې تاسې پاتې راغلي یئ
کرزي وویل: بهرنیان نور د زنداني کولو حق نه لري
الن، کراکر ته وکتل او ویې ویل: سفیر صیب دا خبرې نور نتیجه نه ور کوي
کرزي وویل: د افغانستان اشغال نور باید پای ته ورسیږي
جنرال الن په داسې حال کې، چې له ځایه یو څه پورته شوی و، وویل: له وخته مو مننه”
له دې مکالمې وروسته کرزي د خپل دفتر رییس ورغوښتی و او هغه برېښنالیک یې ور ښودلی و، چې په نیویارک کې د افغانستان نماینده ګۍ رالیږلی و. په برېښنالیک کې ویل شوي وو، چې دوی ته د ور رسېدلو معلوماتو له مخې، جنرال الن غواړي کرزی د خپل یوه ساتونکي (پي پي ایس) په وسیله ترور کړي.
وزیرانو د کرزي ننګه نه کوله
خُرم چې د پخواني ولسمشر ښی لاس او د هغه په سیاستونو او دریځونو کې ټاکونکی کس ګڼل کیږي، وايي، امریکایانو بګرام زندان ته له حده ډېر ارزښت ورکاوه، خو کرزی د بهرنیانو د زندانونو، شپنیو عملیاتو او زنداني کولو مخالف و. د هغه او خُرم په باور، دا پر جګړه تېل پاشل او د جګړې د لیکو تودول وو.
خو کرزی یوازې له امریکایانو سره لاس او ګریوان نه و. هغه په خپله کابینه او نږدې کسانو کې هم په دې برخه کې ډېر کم ملګري لرل.
د خُرم په باور، کرزی د ملکي مرګ ژوبلې، بګرام زندان او امنیتي تړون په برخه کې د کابینې ډېرو غړو یوازې پرېیښی و. د زندانیانو د انتقال په تړاو د اعلامیې خپرولو پر وخت سپنتا له کرزي غوښتی و، چې د افغانستان منتخب ولسمشر په حیث له بدې لهجې ډډه وکړي. کرزي یې په ځواب کې ویلي و: ” زه ولسمشر نه بلکې ددغه مزدور حکومت رییس یم. زه ولسمشر نه بلکې د مزدورانو باشي یم”.
د دفاع وزیر بسم الله محمدي په اړه راغلي، چې نوموړي د بګرام زندان د انتقال مسوول جنرال غلام فاروق بارکزي ته د ډګر جنرالۍ رتبې په ورکولو کې ناغیړي کوله. ددې لپاره چې هغه د بګرام زندان قوماندان ټاکل شوی وای، باید د اردو ډګر جنرال وای.
د ښاغلي خُرم په باور، هغوی چې په مختلفو دلایلو د امریکا ملاتړ کاوه او نه یې غوښتل امریکايي جنرالان ترې خپه شي، په مختلفو لارو د کرزي پر اعصابو کار کاوه. اشرف غني ویل: ” زه ویره او معلومات لرم، چې که له امریکایانو سره د بګرام مساله ټینګه را ونیسو، کیدای شي ستاسې خلاف کودتا وشي او دا کودتا به جنرالان نه بلکې هغه صاحب منصبان کوي چې د ډګرمنۍ، ډګروالۍ او تر دې ټیټې رتبې لري”. بسم الله محمدي ویل: “رییس صیب حوصله وکړئ، خدای دې څوک نه محتاج کوي، څه وکړو محتاج یو…” د ملي امنیت مشاور ویل، چې “زه د شپنیو عملیاتو پلوی یم او ددفاع وزیر نه یم، چې د څوکۍ په خاطر ستاسې سختې کلمې وزغمم”.
د امریکايي چارواکو خشن چلند
پخوانی ولسمشر له امریکایي چارواکو سره په سخت چلند مشهور دی.
امریکايي چارواکي نوموړی توهمي او زر غوسه کیدونکی شخص ګڼي ، خو د خُرم په نظر، د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یو مهم علت د امریکا پر صداقت د باور نشتوالی و.
امریکایانو هم په مجلسونو کې له خشنو حرکاتو او تهدیداتو کار اخست.
دی د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر د ملي امنیت مشاوره سوزان رایس، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کیري، ځانګړی استازی ریچارډ هالبروک او جنرال جان الن د داسې کسانو په توګه یادوي، چې له کرزي سره په مجالسو کې یې هغه ته رډ رډ کتل او خشن حرکات یې له ځانه ښودل.
کرزي امریکایي چارواکو ته په یوه مجلس کې ویلي و، چې نه د دوی تهدیدات نتیجه ور کوي او نه د ډیویډ پټریوس له خوا د قومي مشرانو وژل.
“څلویښت کاله په توپان کې” کتاب چې کابو په ۷۰۰ مخونو کې لیکل شوی او په نږدې ورځو کې به د اکسوس کتابپلورنځي له خوا په پښتو او دري ژبو خپور شي، پکي راغلي چې، امریکایان پوهېدل، چې خُرم کرزي ته نږدې دی او خبره یې مني. جنرال الن د ناټو د یوه فرانسوي جنرال له لارې غوښتل له خُرم سره رابطه و رغوي، خو چې کله دې هڅو نتیجه نه ده ورکړې پیرسیداحمد ګیلاني ته یې ویلي، چې ” کریم خُرم ته نصیحت وکړئ او د بګرام زندان په موضوع کې یې له سرتمبګۍ را وګرځوئ”. وروسته ګیلاني دی ورغوښتی و او ورته ویلي یې و، چې جنرال الن وايي، “د خُرم ځای ریاست دفتر نه ، بلکې هغه ځای دی، چې هلته خلک نارنجي کالي اغوندي”.
کیاني د ملابرادر خوشي کیدو مخنیوی کاوه او هغه یې نور مهم نه باله
څلویښت کاله په توپان کې د قطر پر دفتر او ددغه دفتر په اړه د کرزي پر اندېښنو هم غږیدلی.
کریم خُرم وايي، چې د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې یې په بلجیم کې د ناټو لپاره د امریکا د سفیر په کور کې درې اړخیزه غونډه درلوده. په دې غونډه کې، چې جان کیري او د پاکستان لوی درستیز اشفاق کیاني پکې ګډون درلود، کرزي د ملا برادار د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو کیاني استدلال کاوه، چې هلته کوټې شورا طیب اغا مشر ټاکلی او په قطر دفتر کې د ملا برادر اړتیا نه لیدل کیږي. د کیاني په باور، قطر ته د ملا برادر تګ جنجال جوړوي. کرزي له پاکستان نه د ملا غني برادر خوشي کول غوښتل، خو کیاني ویل، چې ملا برادر خپل اعتبار له لاسه ورکړی او دوی ځکه نیولی او زنداني کړی، چې د جګړې له ډګره لرې وساتل شي.
کتاب د ۲۰۱۴ کال پر انتخاباتو هم تمرکز لري.
لیکوال وايي، یوه ورځ مې له کرزي وپوښتل، چې د اشرف غني د احتمالی نوماندۍ ملاتړ کوئ؟
کرزي په ځواب کې وویل: ” بده نه ده، چې رییس جمهور شي. یو چې کوم کاغذ ورته وړاندې شي، سر یې پرې خلاصیږي، دویم که وغواړي د هېواد د ګټو دفاع کولی شي”. خُرم وايي، اشرف غني چې واک ته ورسېد، په لومړۍ ورځ یې امنیتي تړون لاسلیک کړ او د ارګ د مامورینو ګوښه کول یې پیل کړل. ” هغه کسان، چې کرزي ممنوع الدخول اعلان کړي وو، دغه بندیزونه یې ترې لرې کړل”.
خُرم وايي، کرزي خپل ورور قیوم کرزی ورغوښتی و، چې انتخاباتو کې له نوماندۍ لاس واخلي او که دا کار نه کوي، خلکو ته به ووايي، چې ورور یې امریکایی دی، رایې مه ور کوئ.




t