ولسمشر غني: لوی کندهار هر اړخیزې سولې ته اړتیا لري

ولسمشر غني: لوی کندهار هر اړخیزې سولې ته اړتیا لري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د لوی کندهار یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، په پيل کې ډاکټر محمد عثمان او د کندهار د ولایتي شورا استازي فدامحمد د نورو په استازیتوب له جمهوررئیس څخه کندهار ته د وروستي سفر او د احمدشاه بابا په نوم د کندهار بین المللي هوایي ډګر او د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم له هوایي ډګر څخه کندهار ښار ته د غځېدلي واټ د نومولو او همدارنګه د لمریزې برېښنا د پروژو د پرانیستې له امله مننه وکړه.

«همدارنګه یادو ویناوالو د افغان حکومت د سولې لار نقشې څخه د ملاتړ ترڅنګ د شهید ستر جنرال عبدالرازق خان په نوم د کابل پولیسو اکاډمۍ د نومولو، په لوی کندهار کې د زېربنا، انکشاف، بندونو جوړولو، امنیت او نورو مسایلو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني یادو مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ولسمشریزې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او ترسره کېږي او باید خلک په دغه پروسه کې پراخ ګډون وکړي.»

جمهوررئیس څرګنده کړه، پر هیواد د تحمیل شوي جنګ او د وینې بهونې د مخنیوي په خاطر باعزته او تلپاتې سولې ته ماحول برابر شوی او هڅې روانې دي چې په هر منزل کې تدبیر، قاطعیت او تصامیم پکار دي.

«محمداشرف غني وویل، باعزته سوله راتلونکې او له ټولو هیوادونو سره زموږ تړونونه او دوامدارې همکارۍ پرځای دي. هغه زیاته کړه، د لوی کندهار د اوبو مدیریت، زېربنا او انکشاف ته د پاملرنې ترڅنګ په کندهار ښار اساسي پانګونه کېږي.»

د هیواد جمهوررئیس وویل، لوی کندهار هراړخیزې سولې ته اړتیا لري او د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د شهید سترجنرال عبدالرازق خان په نوم دکابل پولیسو اکاډمۍ د نومولو پړاوونه بشپړ کړي.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ وستایلې او وې ویل، پرون مو په کابل کې د شهیدانو ورثې ته ۱۱۷۰ د استوګنې نومرې ورکړې او د ۲۶ زره نورو د وېش لارښوونه مې کړې او د شهیدانو کورنیو ته اساسي پاملرنه کېږي.



t