هلمند کې څلور رغنيزو پروژو کارونه روان دي

هلمند کې څلور رغنيزو پروژو کارونه روان دي

دغه پروژې د ولسمشر غني په ځانګړې لارښونه هلمند کې پلي کیږي چي ټولي اوه ۷ پروژې دي، د ټولو رغنیزي چاري روانې دي چي د څلورو پروژو له کارونو څخه هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان له نژدې لیدنه وکړه.

ددغه پروژو کارونه خپله ددولتي ساختماني تصدۍ لخوا ډیزاین شوي او د نورو خصوصي ساختماني شرکتونو سره په ګډه کار پرې کوي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د ۲۰۰۰ کسیز لوی تالار ، د پوهنتون محصلینو لپاره د ۶ منزله جوړېدونکې لیليې ، د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو لپاره په دوه منزله کې د مسجد جامع او د حج اوقافو ریاست لپاره د غونډو تالار د روانو رغنیزو چارو څخه له نژدې لیدنه وکړه او چارې يې ښه وارزولې.

ښاغلي یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: جلالتمآب ولسمشر له هلمندیانو سره د کړو ژمنو پر بنسټ ۷ لويې پروژې منظور کړي ترڅو ددې ولایت د اوسېدونکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.

هلمند والي ښاغلي یاسین خان د ساختماني شرکتونو مسولینو او کارکوونکو ته د خبرو پرمهال وویل: ددې پروژو د رغنیزو چارو څارنه به کیږي او باید د نقشې او قرارداد مطابق په اساسي ډول ورغول شي او ددې پروژو په رغنیزو چارو کې غفلت ورته د منلو ندی.

ښاغلي یاسین خان د جلالتمآب ولسمشر ځانګړې مننه وکړه چي د هلمندیانو غوښتونو يې ومنلې او ګڼي بنسټیزې يې ورته منظور او په دې برخه کې يې ځانګړې پاملرنه وکړه.



t