ولسي جرګې د نيمايي کال بوديجه ونه منله

ولسي جرګې د نيمايي کال بوديجه ونه منله

د ۱۳۹۸ مالي کال نيمايي بوديجه د ولسي جرګې لخوا رايو په غوڅ اکثريت رد شوه.

په ځانګړيو کمېسيونونو کې تر بحث وروسته بوديجه ولسي جرګې ته وړاندې شوه چې د وکيلانو لخوا غير معياري وبلل شوه.

د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون رییس عظیم محسیني داسې وویل (( د بودجې بررسي کې وارد شوي تغییرات د اندېښنې او غیر معیاري دي او همدا لامل دی چې د ملي ګټو سره سمون نه خوري))

مالیې وزارت بیا وايي دغه بودجه د افغانستان وضیعت ته په کتو برابره شوې او د هغو پروژو پیسې چې ادارو یې د پلي کولو وړتیا نه درلوده نورو برخو ته لیږدول شوي دي.




t