افغان راسته لاس پیلیر توپ وهونکی احمدزی نبي څوک ، څنګه ، او چیري راڅرګند سو.!؟

افغان راسته لاس پیلیر توپ وهونکی احمدزی نبي څوک ، څنګه ، او چیري راڅرګند سو.!؟

لیکنه” عبدالولي عمري

احمدزي نبي د افغان خاوري په غېږي کي په کال ۱۹۹۵ م کي د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانیستې اوس ۲۴ کاله عمر لري.

احمدزی نبي ماشوم وو خو له کریکټ سره یې بې اندازې میني جذبه راپارولې وه ، هیله یې درلوده تر څو د خپلي خاوري له غېږي نوی زلمی را پورته سي او د خپل وطن په ننګ د کریکټ له اړخه پراخ فعالیتونه وکړي، خو بدبختانه چي په افغان کریکټ بورډ کي د هغه وخت د راڅرخېدلي کړۍ ښکار وګرځید.

احمدزی نبي وایې:

غوښتل مي افغان لوبډلي ته لاره پیداکړم د افغانانو خوشحاله کولو لپاره کریکټ وکړم خو په کریکټ بورډ کي د ستونزو له امله بریالی نسوم ، پر همدې ستونزو سربیره مي د کریکټ لمن لاهم ټینګه نېولې وه ، ۱۳ کاله مي د هارډ بال بیلابیلي لوبي وکړې، لوګر ولایت کي مي د سمنګان لوبډلي لپاره ولایتي لوبي ترسره کړې، له راشد خان او ځینو نورو لوبغاړو سره په ۲۰۱۴ کال کي یوه لوبډله کي لوبېدم.

دی زیاتوي قندوز ولایت کي مي د رئیس احمدزي، خالقداد نوري، او ډاکتر فرید په شتون کي د لیسټ اي لوبو لپاره ازموینه ورکړه، په دې ازموینه کي بریالی سوم ، خو دا چي لوبډله اعلان سوه ، زما نوم ترې لیري سوی وو، د نبي په وینا چي هغه وخت سخت ناهیلی سوم، د کریکټ بدبخته وخت مي له همدې ځایه پیل سو.

دا ځوان پر اقتصادي ستونزو سربیره مبارزه جاري وساتل ، خو له خپلي خاوري څخه د شته ستونزو له امله مخ د فرانسې پر لور روان سو ، فرانسې هیواد کي یې له ځایې کریکټ کلبو سره لوبي پیل کړې، دا چي په افغان استعداد کي نغښتي، له افغان غیږي وتلی ستوری هر ځای معلوم وي، نو خلکو ورباندي باور وکړ ، او د غټو لوبو لپاره یې واخیست، اوس د فرانسې هیواد لپاره لوبي کوي ، نومړي د لومړۍ ځل لپاره د اروپایې سوپر لیګ اتلولۍ ( ECL ) ته لاره پیداکړه.

احمدزي په دې سیالیو کي د خپلي لوبډلي په ګټه په ۲۸ توپونو سلیزه ووهل، چي په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ ، تر دې مخکي دا چټک ریکارډ په هند غوره لیګ کي ویسټ انډیزي ګریس ګیل جوړ کړی وو، ګریس ګیل په ۳۰ توپونو سلیزه وهلې وه ، اوس دا ریکارډ د افغان چټک توپ اچوونکي احمدزي نبي په ونومول سو.

نبي د افغان کریکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چي نوو ځوانانو ته دي پر خپل وخت چانس ورکړي، هغه ځوانان چي استعداد لري باید په لوبډله کي ورته وخت ورکول سي، تر څو د خپل هیواد لپاره ویاړونه راوړي.

افغان مهاجر احمدزی نبي وایې د خوښي لوبغاړي مي افغانستان کي د پراخي حوصلې خاوند رحمت شاه زرمتی او هند کي روحیت شرما دی.



t