د هندي سېنما ځيني مشهور ستوري په نشه کولو تورن سوي

د هندي سېنما ځيني مشهور ستوري په نشه کولو تورن سوي

د هندوستان یو سیاستوال د هندي سېنما ځیني سېنمايي ستوري د نشې موادو په استعمال تور کړي دي، یاد سیاستوال مانجندر سینګهـ سرسا نومېږي. شاهد کپور، ډیپېکا پاډکون، مالیکا ارورا، ارجون کپور، ایان مکرجي، ویرن دهون، کرن جوهر او ویکي کوشال هغه سېنمايي ستوري دي چي د نشې موادو په استعمال تورن سوي دي.

هغه سېنمایي ستوري چي په نشه کولو تورن دي

د هندوستان یاد سیاستوال یو ویډيو خپره کړي ده، ویډیو د بالیووډ د مشهور ډایریکټر کرن جوهر په کور کي د یو ملمستیا پر مهال سوي ده. هغه د ویډیو سره لیکلي دي:(( وګوري چي څنګه د بالیووډ لوي ستوري خپل د نشې حالت ښودنه کوي، او یاد ستوري يي هم ورسره ټګ کړي دي او د همدي موضوع په اړه يي د اواز اوچتولو خبره هم کړي ده. ))

بل طرف ته د هند د پارلمان مشر ملینډ ډویرا د یاد سیاستوال ادعا بي بنسټه بللي ده او ویلي دي چي د هغه میرمن فوجا شیټي ډویرا هم په ملمستیا کي وه او داسي هیڅ کوم څه نه دي شوي. هغه له یاد سیاستواله غوښتي دي چي د خپلو خبرو تیر شي او د بالیووډ په ستورو پسي بي ځایه پروپاګند ونه کړي او بخښنه وغواړي

مانجندر سینګ سرسا هغه سیاستوال چي پر سېنمايي ستورو یي د نشه کولو تور پوری کړي دي

پاته دي نه وي چي د بالیووډ ستورو تر دې مهاله په دي اړه څه نه دي ویلي، اما یاد سیاستوال د هند د پارلمان د مشر د هغه غوښتني په مقابل کي چي ویلي وه هغه باید بخښنه وغواړي ویلي دي چي هیڅ کله هم په دي اړه بخښنه نه غواړي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t