سولې ته د رسيدا پر لور د تېر په پرتله خوشبينې او راټوکېدلي هيلې!!!

سولې ته د رسيدا پر لور د تېر په پرتله خوشبينې او راټوکېدلي هيلې!!!

په قطر کې د اتم پړاو کېدونکي مذاکراتو کې ډېر احتمال موجود دی چې دواړه ډلې به يوه ګډ توافق ته سره ورسي، آمريکا غواړي چې په حيا او عزت له افغانستان څخه پخښې سپکې کړي، امريکا په دې پوه شوي چې د افغانستان جنګ ګټونکی نه لري، نو دا يې مناسبه وګڼله چې له افغانستان څخه خپل پوځيان مخکې له دې چې له شرمونکي ماتې سره مخ شي پهٔ عزت او ابرو وباسي.

ډونالډ ټرمپ عمران خان سره په کتو کې وويل چې آمريکا به بيرته خپلې مرستې له پاکستان سره شروع کوي په دې شرط چې پاکستان د افغانستان سولې پروسه کې له آمريکا سره مرسته وکړي آمريکا غواړي چې د پاکستان له لوري په طالبانو فشار راوړي تر څو له امریکا سره مذاکراتو ته حاضر شي او امريکا د دې اتلس کلنۍ جګړی ګټونکی اعلان شي. پاکستان چې نن سبا له انزوا سره مخ دی په اقتصادي بد وضعیت کې قرار لري کوښښ به کوي چې طالبان په دې قانع کړي چې تر څو له امریکا سره خبرو ته حاضر او يو ګډ توافق ته سره ورسي، د دې لپاره چې آمريکا بيرته درول شوي مرستې پاکستان سره وغزوي.

آمريکا ته په طول د تاريخ کې دا معلومه شوه چې پاکستان بدون له چل فريب او غولونکې لوبې علاوه له آمريکا سره بله هيڅ مرسته نه ده کړي دلته اوس آمريکا هم د آس په لومه کې ګير ده د دې لپاره چې له افغانستان څخه په خير سلامت ځان وباسي نو د پاکستان مرستې ته ضرورت لري ځکه ډېر ګمان موجود دی چې طالبان د پاکستان تر ولکې لاندې دې نو د دې لپاره چې په طالبانو فشار راوړي پاکستان يې بهتره لار ده چې د پاکستان په مرستې به طالبان دوئ سره مذاکراتو ته کيني. نو دلته آمريکا مجبور ده د دې لپاره چې د افغانستان سولې پروسه کې پاکستان ورسره صادقانه همکاري وکړي خپلې درول شوي مرستې به ورسره بيرته پيلوي خو دا مرستې به دوامداره نه وي بلکې د يو مؤقت وخت لپاره به وي دا ځکه چې آمريکا اوس يوازې د دې لپاره چې له افغانستان څخه ووځي نو د پاکستان مرستې ته ضرورت لري چې کله ووته پاکستان ته به مخ هم را وا نه ړوي خپلې مرستې خو بيرته پرې دروي ممکن نور يې هم تر اقتصادي او سياسي فشار لاندې راولي ځکه په طول د تاريخ کې يې امریکا سره چل فريب کړی.

طالبان ولې له افغانستان څخه د امریکا په وتلو تأکید کوي ايا د امريکا په شتون به سوله راشي؟
دا هغه سوال دی چې دلته به ورته ځواب وايوو د امریکا شتون په آسيا کې ايران چين روسيې تهٔ د ستونې اغزي شکل غوره کړی د آمريکا شتون علاوه له دې چې افغانان يې خپل وطن کې د اشغال يا يرغلګرو په شان ګڼي او عليه يې د جهاد اعلان کړی ايران چين روسيې ته يې هم شتون په افغانستان کې د زغملو وړ نه دی ځکه امريکا غواړي د افغانستان له لارې خپل سياسي او او اقتصادي سيالانو ته د افغانستان له لارې خطر پيښ کړې او هغوئ مهر کړي. امريکا د خپلو ګټو په خاطر افغانستان کې مختلف پلانونه عملي کوي مختلفې تروریستي او ترهګري ډلې رامنځته کوي تر څو له هغو نه په استفادې خپلو سيالانو ته تهديد او ګواښ پيښ کړي. تر ټولو خطر ناکه ډله چې غالب ګمان دېر دی چې د امریکا لخوا رامنځته شوې تروریستي ډله داعش ده له يوی خوا ايران پرې ډاروي له بلې خوا چين، او روسيه د افغانستان عبوري مرزونه څارې تر څو داعش ډله منځنۍ آسيا ته انتشار ونکړي.

خلاصه دا چې د آمریکا شتون علاوه له دې چې مونږ افغانانو ته د منلو وړ نه دی هيڅ آسيايي هېواد ته هم د منلو وړ نه دی. ځکه چې د امریکا په شتون افغانستان کې هر وخت امريکا کولی شي له رقيب هيوادونو څارنه وکړي هغوئ له نېږدې وڅاري، ګواښ ورته وکړي هره لحظه هر ټيم ورته خطر پيښ کې نو روا داره نه دې چې امريکا دې دلته په افغانستان کې پاتې شي څومره يې چې وسه کېږي د امريکا له افغانستان څخه په مکمل ډول وتل غواړي په غير مستقيم ډول له طالبانو سره مرسته کوي تر څو يې
د امریکا پر وړاندې دريځ پياوړی شي او امريکا دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته
د پای ټکی کیږدي.
په درنښت :
میرحمزه روفي


سوله ليکنه
t