د لوګر د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر مرکز پل علم اړوند د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې د زده کوونکو ترمنځ د فوټسال ۲۸ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پای غونډه کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د بدنې روزنې مدیر نثاراحمد نوري، ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.

دغه سیالۍ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې مدیریت له خوا په لاره اچول شوې وې، چې موخه یې د غوره لوبډلو معلومول او ټاکل وو.

په دغو سیالیو کې د یادې لېسې د فوټسال ۸ ټیمونو او ۹۶ لوبغاړو برخه درلوده، چې ۲۸ سیالۍ یې په خپلو منځونو کې ترسره کړې.

د فوټسال په یادو سیالیو کې لومړی مقام د شاهین ،دویم مقام د عقابان او درېیم مقام د قهرمانانو لوبډلو ګټلي دي.

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د دغو لوبو لپاره یې پوره ورزشي اسانتیاوې برابرې کړې وې او ټولې لوبې په ډېره ښه او آرامه فضا کې ترسره شوې.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د لوګر په ښوونځیو کې ورزش ډېره وده کړې ده او زده کوونکو ته د لوبو یو لړ اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د یادې غونډې په پای کې د پوهنې ریاست له خوا د لوبې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه، کپونه،ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.



t