جاپانی او دريه د پښتو فولکوريکي موسيقۍ نوي څپرکي

جاپانی او دريه د پښتو فولکوريکي موسيقۍ نوي څپرکي

ليکوال: نثار احمد اريا

رباب، ډول، شپېلۍ پښتو فولکوريکي موسيقۍ ته هغه امتياز ورکړی دئ، لکه د نظم په برخه کي چي لنډيو، کاکړيو غاړو او… پښتو فولکوريک شعر ته ورکړی دئ. په پښتو فولکوريکي موسيقۍ کي له له پورتنيو آلو وروسته د ځانګړي پاملرني وړ آلې نه وې پيدا سوي. اوس داسي ښکاري چي د دې تشي د ډکولو له پاره د لوی کندهار د فولکوريکي موسيقۍ دوې آلې (جاپانی او دريه) خپل رسالت ادا کوي.

دا چي د پښتانه ټبر يو لوی اکثريت لا هم د نړۍ له پرمختګونو څخه بېل ژوند کوي، نو همدا لامل دئ، چي د دې ټبر لوی اکثريت لا هم خپل ايستيتيکي تندي په فولکوريکو موادو اوبه کوي.

کله چي د لوی کندهار موسيقي د تېرو څو څلويښت کلونو ټولنيزو غميزو او بېلابېلو بنديزونه له امله د کندهار د ځانګړي موسيقۍ (شاه محمد کندهاری، ولي محمد کندهاری، اغاګی…) له مکتب، عبيدالله جان کندهاري، ډاکټر ناشناس (چي د هندي سبک پښتو موسيقۍ د سر سندرغاړی وو او دئ) او نغمې (چي د پښتو ښځينه سندرغاړو ميره وه او ده) وروسته ډېره ولوېده، نو د کندهار مست، مېله بازه او هنر خوښه اولس د خپلي ايستيتيک غريزې د اشباع له پاره تقريباً تش لاسی سو.

 په دې تش لاسۍ کي يو شمېر ځوانان داسي هم ول، چي لا ئې هم د ناشاناس، نغمې، استاد رحماني، روف کندهاري، خالق عزيز او ځينو نورو په سندرو خپله دغه غريزه خړوبوله، خو د يو لوی اکثريت کليوالي ځوانانو دغه تنده لا هم پر ځای پاته ښکارېده. دغه تندي هغه وخت لا شدد پيدا کاوه، چي د نژدې ټول اولس د ژوندۍ موسي قۍ د اورېدو هنري غريزه نا مشبوع پاته وه.
د لوی کندهار د موسيقۍ د ايستيتکي غريزې د پورتنۍ تندي زور وو، چي په دې سيمه کي ئې د پښتو نيمه فولکوريکي موسيقۍ دوې داسي آلې بيرته را ژوندۍ کړې، چي د خپلي هنري رنګارنګۍ له امله بې له شکه د پښتو د پورتنيو آلو (رباب، ډول، شپېلۍ او…) غوندي د پښتو فولکوريکي يا نيمه فولکوريکي موسيقۍ نوي څپرکي ګڼل کېدای سي. د دې دوو آلو (جاپانی او دريه) په اړه لاندي ټکي د ځانګړي يادوني او ارزښت وړ دي:

۱- نن مي زړه سو، چي د جاپاني او دريې (دايره، تمبل) څو ساده (بې له د سندرغاړو له ږغه) نغمې واورم. څو دانې مي واورېدې. درې مي په کښي انتخاب سوې. کله چي مي دا درې نغمې په ځير واورېدې، نو ځيني هنري او ايستيتکي اړخونه ئې جالب را ته ښکاره سول.

الف. پورتنۍ درې نغمې هره يوه د کمپوزونو مجموعه وه. که ځيني سندرغاړي هڅه وکړي، چي په دې هر کمپوز يا د دوو درو په مرکب کي يوه- يوه سندره ووايي، نو د اورېدونکو د خوښي ضمانت ور کول کېدلای سي.
ب. د دې دوو آلو ايستيتيکي اغېز دونده زيات دئ، چي په ډېر لنډ وخت کي د اورېدونکي احساسات را پاروي او د نڅا کولو انګېزه ورکوي.

ت. د دې آلو بله ښېګڼه دا ده، چي له ښځينه ږغ سره هم پوره فليکسېبل دي. ښايي د نارينه تر ږغ ښځينه ږغ ته لا ډېري جوړي وي، ځکه دريه ورسره ده.

ج. د دې آلو بله لويه ايستيتيکي ښېګڼه دا ده، چي د ښځينه نڅا له پاره د نويو نڅايزو حرکاتو تومنه په ځان کي لري. له دې امله ښايي، چي په ودونو او ښاديو کي د پېغلانو او ښځو له خوا پرېمانه ګټه ور څخه پورته سي.

۲- د دې آلو په اړه دا خبره د تامل وړ ده، چي تر اوسه د ټولنيزو پيغامونو د رسوني په برخه کي ډېره ګټه نه ده ورڅخه پورته سوې. يا په بله وينا کوم شعرونه چي تر اوسه له دې آلو سره د سندرغاړو له خوا ويل سوي دي او يا ويل کېږي، د هغو محتوا په هيڅ ډول د قناعت وړ نه ده.

زموږ شاعران بايد هڅه وکړي، چي له د دې آلو له ږغوونکو سره اړيکي نژدې کړي، هغوی ته ښه شعرونه په لاس ورکړي او د ويلو له پاره ئې وهڅوي. په دې ډول به دوی د هغوی د شعر د انتخاب ذوق ور لوړ کړي او له اوسنيو مزخرفاتو به ئې آزاد کړي.

۳- تر څو چي دې دوو هنري آلو د موسيقۍ ټيمونو ته ښه شعر رسوب کوي، د لوی کندهار ځوانان بايد په شعوري ډول د دې دوو آلو د ساده نغمو اورېدو ته پاملرنه وکړي او تر نورو پوري ئې د رسولو هڅه وکړي. د دې آلو ساده نغمې خپل ځانګړی هنري رنګ او خوند لري.

۴- د دې آلو بله مهمه او ښه ښېګڼه دا ده، چي په لوی کندهار کي ئې خورا ډېر ځوانان د ږغولو مهارت لري. له نېکه مرغه چي په ځوانانو کي د دې آلو د زده کړي تمايل هم خورا ډېر دئ. له دې فُرصت څخه بايد د پښتو فولکوريکي موسيقۍ د بډايني له پاره ښه استفاده وسي

۵- د لوی کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياستونه بايد د دې آلو د انسجام او ښه لور ته د سوقولو په برخه کي لازم پروګرامونه جوړ کړي. په دې برخه کي ځيني ټکي په لاندي ډول د يادوني وړ دي:

الف. دوی بايد هڅه وکړي، چي دغه آلې د علمي موسيقۍ له نورمونو سره برابري کړي. تر کومه ځايه چي زه معلومات لرم، نو جاپانی د علمي موسيقۍ پر راګونو هم د ږغېدلو وړتيا لري. همدا رنګه دريه (دايره) هم ښايي د تبلو له تالونو سره نژدې اړيکي ولري. دغه کار که څه هم لږ ستړی دئ، خو ناممکنه نه دئ.

ب. همدا رنګه هڅه بايد وسي، چي د دې آلو د ږغولو اوسنۍ بڼې ثبت او کټګوري کړل سي. دغه کار به د دې دوو آلو د زده کړي په برخه کي له ځوانانو سره لويه مرسته وکړي.

ج. د لوی کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياستونه بايد د دې آلو د اوسنيو ږغونکو د تشويق او هڅوني له پاره پروګرامونه جوړ کړي. په دې پروګرامونو کي دي ږغوونکو ته د ښې محتوا لرونکو شعرونو د انتخاب سپارښتنه وسي، تر څو دغه آلې د اوسنيو مزخرفو شعرونو له انحصاره خلاصي سي.

د. پورتني رياستونه بايد هڅه وکړي، چي په سټډيو ګانو کي د دې آلو معياري ثبتونه وکړي او ټولني ته ئې وړاندي. په دې برخه کي شخصي سټډيو ګاني هم رول لوبولای سي او له دې لاري ښه عايد تر لاسه کولای سي.

زه د دې آلو د خاص علاقمند په توګه دا يادونه کوم، چي جاپانی او دريه د پښتو په ځانګړي ډول لوی کندهار د فولکوريکي يا نيمه فولکوريکي موسيقۍ نوي څپرکي دي. دغه آلې د دې سيمي له اوسېدونکو ځانګړې پاملرنه غواړي، تر څو وده او رُشد وکړي. له نېکه مرغه چي دغه آلې همداسي ډېره ځواکمنه تومنه لري، چي د اولس د ايستيتکي تندي د خړوب له پاره د هغو زړونو ته لار وکړي.

د دې څو لنډو ټکو په پای کي دا يادونه هم ضروري ايسي، که چيري په دې ليکنه کي د موسيقۍ ځيني اصطلاحات پر خپل ځای يا سم نه وي کارول سوي، نو موسيقي پوهان دي پر ما خوار د اصلاح او لارښووني لُطف او کرم وکړي.



t