د هلمند د کرېکټ د لوبغاړو لاسته راوړنې وستايل شوې

د هلمند د کرېکټ د لوبغاړو لاسته راوړنې وستايل شوې

د کرکیټ ولایتي آمر او ګڼ شمېر کرکیټ لوبغاړو نن د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان سره په لیدنه کي د خپلو فعالیتونو ، لوبو او غوښتنو په اړه خبري وکړې او د ستونزو په مخنیوي کې يې د ولایتي ادارې د همکارئ غوښتنه وکړه.

د کرکیټ ولایتي آمر جانان فولادوال د خبرو پرمهال په هلمند کي د جوړېدونکې کرکیټ لوبغالي اړوند مسایل شریک کړه او د ځینو ستونزو یادونه يې وکړه ترڅو حل لاري ورته ولټول شي همداراز يې د خپلو تیرو لوبو چي د زون او هیواد په کچه يې ترسره کړي وې مالومات شریک کړه.

همداشان د کرکیټ لوبغاړو په دې ولایت کي د پیل شوو سیالیو اړوند مالومات شریک کړه چي ددوی په وینا په ډېر ښه ډول مخ ته روان دی او ټولي هغه رسمي ۱۸ لوبډلې پکې لوبي کوي چي د کرکیټ آمریت سره راجستر دی.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د کرکیټ لوبغاړو سره په لیدنه کې د خبرو پرمهال وویل:

 هغه لوبه چي ولسونو ته خوښي ورکوي کرکیټ دی او د لا تقويې لپاره به يې پوره همکاري وکړي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ټول لوبغاړي او ټیمونه باید په یوالي خپلي لوبي تنظیم کړي او منتخب ټیم کې باید د وړتیا پراساس لوبغاړي وټاکل شي ترڅو لا نوري لاسته راوړني هم ولري.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: په هلمند کې د کرکیټ لوبو لپاره د لوبغالي د جوړېدو چاري روانې دي چي ولایتي اداره به يې د پروخت بشپړېدو او کیفیت په برخه کي د رغنیز شرکت او د ښارجوړوني ریاست انجینرانو سره پرې خبرې وکړي ترڅو په اساسي ډول يې کارونه مخې ته ولاړ شي او ژر تر ژره يې بشپړ کړي.




t