ارګ: ۱۴ تدارکاتي موارد منظور شول

ارګ: ۱۴ تدارکاتي موارد منظور شول

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه شوې.

دا غونډه تیر ماښام ارګ کې ترسره شوې شوې ده.

ارګ وايي، په دې غونډه کې د ۱۶ مواردو د ارزولو پایله کې د ۳.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موارد کمېسیون منظور کړل.

ارګ ویلي، په منظور شویو مواردو کې لاندې پروژې شاملېږي:

د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو له پانګونې د ملاتړ ادارې اړوند د پروان ولایت په څلورو او د ننګرهار ولایت په درېیو ولسوالیو کې د بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروژو دوه قراردادونه؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کیمیاوي سرې او بادرنګو او رومیانو د تخمونو د تدارک دوه قراردادونه؛

د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکز د ۷ روغتونونو او د ولایتونو د عامې روغتیا او حوزوي روغتونونو د ۱۰ ریاستونو د نوري فایبر د وصل قرارداد؛

د لوړو زده کړو وزارت اړوند د مرکز د کادري روغتونونو او د ننګرهار پوهنتون د لیلیو د خوراکي توکو او د کابل طبي پوهنتون د کادري روغتون د دویمې برخې د ۳۶ قلمه خوراکي توکو د تدارک پروژې قرارداد؛

ارګ وایي:

«د کورنیو چارو وزارت اړوند د قطعاتو، مرکزي واحدونو او ولایتونو د امنیه قوماندانیو په ګډون د ساحوي زونونو د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې (غویي او پسه) د برابرولو او تدارک پروژه.»

په دې ناسته کې ولسمشر غني د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو له پانګونې د ملاتړ ادارې پر پروژو د بحث پر مهال یادې ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې کاري پروسې اسانه کړي، تر څو له بېوزلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي او د دې ادارې په هر اړخیزه ارزونه یې ټینګار وکړ.

همداراز، ترانسپورټ وزارت له کونړ ولایت څخه تر نورستان ولایت پورې د ۱۰.۷ کیلومټر اوږد سړک جوړولو پروژې د دویم لاټ د ارزونې راپور په اړه د لارښوونې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ او کمېسیون پرېکړه وکړه چې په بېړني ډول دې د پروژې د تدارکاتو پړاوونه یو ځل بیا د ننګرهار او کنړ ولایتونو له هغو شرکتونو سره چې ښه کارکردګي لري د محدودې داوطلبي په وسیله پر مخ یووړل شي.

پر دې سربېره، یاد وزارت د سالنګ عمومي سړک د درېیم لاټ د بیارغونې پروژې تړون د تعدیل (د بیې زیاتوالی) منظورۍ وړاندیز د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شو.

د ارګ په وینا:

«د ملي تدارکاتو ادارې د عامه توکو ریاست د ۱۸ قلمه خامو البسوي موادو، د (Cable Car) د نصبولو، له ۲۸۰ کارټرېج ماشینونو سره یو ځای د (Genxpert) ۵ پایه ماشینونو تدارک او د توبرکلوز د تشخیصي ۱۸۴۷ بستو د لابراتواري موادو تدارک، ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ او منظور شو.»

ملي تدارکاتو کمېسیون د وطني زراعتي فارمي چرګانو د غوښې د اکمالاتو پیلولو د نېټې په اړه د ملي دفاع وزارت وړاندیز هم تائید کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د اوسپنې پټلۍ ادارې د لارښوونې وړاندیز چې د مزار شریف د حیرتان د اوسپنې پټلۍ جوړولو، ساتنې او بیارغاونې او عملیاتو لپاره د اړینو توکو او ماشین آلاتو پروژې د تدارکاتي پړاوونو په اړه و، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شو.

له بل لوري، له افغاني ساختماني تصدۍ سره د تړونونو په اړه د پلازمېنې زون د پراختیا خپلواکې ادارې د لارښوونې وړاندیز هم د کمیسیون له لوري تائید شو.

د انرژۍ او اوبو وزارت د لارښوونې وړاندیز چې د فراه ولایت د بخش آباد د آبګردان تونل پروژې د ارزونې راپور په اړه و؛ ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې او منظور شو.

سرچینې ویلي:

«مګر د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو لیلیو د ۱۵ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک تړون د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري رد شو او پرېکړه وشوه چې زده کوونکو ته دې نغدي پېسې ورکړل شي او د وضعیت د ښه والي په موخه دې کانتینونه او چای خانې جوړې شي. په همدې حال کې مالیې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه دې په نوي میکانېزم کار وکړي او راپور دې ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې کړي.»

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کابل نندارې د ترمیم او بیارغاونې وړاندیز کمیسیون ته وکړ او کمیسیون د دې قرارداد د فسخې وړاندیز منظور کړ او د یادې پروژې د پاتې کارونو د بیا پیل یې د کور جوړولو او بنایي تصدي ته منظور کړ.

پر دې سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مشر دیپلوم انجنیر الهام عمر هوتکي د جمهوري ریاست کاندیدانو د اړتیا وړ زغره وال موټرو د کرایه کولو، کانکسونو، درملو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د پرمختګ راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړ چې د ولسمشر غني له لوري وستایل شو.

ارګ ویلي چې په دې غونډه کې، د کمیسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسؤولینو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمیسیونونو څارونکو هم حضور درلود.


راپور، ارګ، تدارکاتو غونډه
t