يوه انګلسي خبريال ته د داوي تاريخي ځواب

يوه انګلسي خبريال ته د داوي تاريخي ځواب

سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت عبدالهادي داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې په موخه ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟

داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو. داوي صاحب ژورنالیست ته وویل لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئې کوله.

ژورنالیست د داوي د تاریخي ځواب په اوریدلو سیده له دروازې ووت اوبیا راستون نه سو.
داوي د كندهار اوسېدونكى، د عبدالاحد اخونزاده كاكړ زوى چي په ۱۸۹۳ع کي پيدا او په ۱۹۸۲ع کي ومړ.

پلار يې يو لوستى يوناني طبيب وو چي د امير عبدالرحمن خان په بلنه له كندهاره  كابل ته ولاړ.
داوی په پښتو او دري شعرونه ويل چې كله يې پرېشان او كله يې هم داوي تخلص ځان ته غوره كړى. په عربي، انگليسي، اردو او تركي ژبو هم پوهېده او له دغو ژبو څخه يې پښتو او دري ته ژباړې كولې.

📚سرچينه: Fire in Afghanistan



t