د نړۍ ترټولو قوي ځیرک تیلیفون بازار ته وړاندې شو

د نړۍ ترټولو قوي ځیرک تیلیفون بازار ته وړاندې شو

د سپوتنیک خبري اژانس وايي چې د Xiaomi په نامه یوه چینايي شرکت، د Black Shark 2 Pro ځیرک تیلیفون بازار ته وړاندې کړ چې د نړۍ تر ټولو قویترین موبایل بلل کیږي.

دا مجهز تیلیفون د Qualcomm Snapdragon 855 Plus اته هستې لري او داخلي ظرفیت یې ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي دی.

ویل کیږي یاد ټیلیفون ډیرې نورې عجیبې ځانګړنې هم لري چې دلته یې ځیني نه دي ذکر شوي.

ددې موبایل خرڅلاو سبا د اګسټ په دویمه پيلیږي.

د موبایل قیمت له ۱۲۸ جي بي حافظې سره ۴۴۵ امریکايي ډالره دی، او د ۲۵۶ جي بي حافظې لرونکي قیمت بیا ۵۰۸ امریکايي ډالره ښودل شوی دی.

 


ټیکنالوژي، له نړۍ
t