د نیمروز والي: زرنج ښار به په ستر اقتصادي مرکز بدل شي

د نیمروز والي: زرنج ښار به په ستر اقتصادي مرکز بدل شي

د نیمروز والي سید ولي سلطان د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار سره د هغه په کار ځای کې لیدلي

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د نیمروز والي له قوله ویلي چې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ ټاکل شوې د یاد ولایت اوسنی مرکز زرنج په ستر اقتصادي مرکز بدل شي او دې لپاره اړتیا ده چې بل ځای ته د اداري واحدونو لېږد په تړاو تابیاوې ونیول شي.

والي د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر څخه غوښتنه کړې چې د یاد حکم پلې کولو لپاره اړتیا ده چې بلې سیمې ته د نیمروز ولایت مرکز لېږد په اړه هر اړخیزه سروې ترسره شي.

یاد وزارت لیکلي؛ د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جمهوري ریاست عالي مقام حکم پلې کولو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.

محمد جواد پیکار اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې پر ستر اقتصادي مرکز د زرنج بدلولو او هلته د وچې بندر جوړولو څرنګوالي لپاره دې یوه تخنیکي ډله دغه ولایت ته ورولیږي.

هغه وویل:

«د نیمروز ولایت نوي مرکز جوړېدو او هغه ځای ته د اداري واحدونو لېږد په پار ښاري پلان جوړونې ته اړتیا لیدل کیږي.»

سرچینه وايي، محمد جواد پیکار په پای کې اړوندو برخو ته دنده وسپارله چې د یاد پلان جوړونې لپاره دې خپلې ارزونې او مطالعات پیل کړي.



اقتصاد، زرنج ښار، خبر
t