زرتاج ګل: د یکبار مصرفه توکیو ترویجونکو سره جدي چلند کیږي

زرتاج ګل: د یکبار مصرفه توکیو ترویجونکو سره جدي چلند کیږي

د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزارت وایي د پلازمېنې اسلام اباد په مختلفو سیمو کې د یک بار مصرفه توکیو د بندیز پریکړه په دقیق ډول تطبیقیږي.

د دغه وزارت وزیرې زرتاج ګل په یوه وینا کې ویلي، چې له دې وروسته څوک پلاستکي او یک بار مصرفه توکي په هیڅ ډول نه شي کارولی.

 د نوموړې په وینا د هغو مافیایي ډلو پر ضد به جدي ګامونه واخیستل شي، چې د دغې پریکړې د تطبیق خنډ کیږي.




t