سوله، طالبان او د افغانستان راتلونکی!

سوله، طالبان او د افغانستان راتلونکی!

عزیز چوپان

سوله خو نن سبا په افغانستان کې د هر چا په خوله ده؛ خو په حقیقت کې هغه ورکه متاع ده چې موندل یې لکه څرنګه یې چې تمه کېږي، اسانه، نه دي، دا ځکه چې سوله د افغانستان په قضیه کې د ټولو دخیلو لوریو تر منځ یو واحد او مشترک تعریف نه لري، لکه تروریزم یې چې نه لري. امریکا فقط هغه څوک تروریست بولي چې د امریکا ګټې ګواښي، همدارنګه هر هېواد ته د تروریزم په تعریف کې خپلې ګټې مهمې دي؛ نور که څوک ټوله دنیا ورانوي، ورانوي دې یې؛ مثلاً که یو څوک مسکو پر بل مخ چپه کړي؛ خو چې د امریکا ګټې و نه ګواښي، هغه د امریکا په اند تروریست نه دی، دغسې زموږ ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم په عین فکر دي.

زموږ په کورنې کچ هم خبره همداسې ده. طالب له سولې او تروریزمه ځانګړی تعریف لري، حکومت هم او نورې ډلې هم، دا ځکه چې دلته هېوادنۍ او ملي ګټې معیار نه دی اوس طالب له امریکا سره خبرو ته ناست دی؛ خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې څه ډول سوله غواړي. د طالب په اند سوله او اقتدار سره تړلې خبرې دي چې اقتدار ته رسېدل په کې نه وي که بله هر ډول سوله راځي، طالب یې سوله نه ګڼي. دحکومت او ولسمشر اشرف غني په اند هم سوله یو همدغسې تعریف لري، چې ولسمشر غني په ارګ کې نه وي، دغسې سوله په زر کالو کې هم نه غواړي، هغه، هغه وخت چې د سولې زمزمې نه وې شروع شوې وویل چې سوله پنځه کاله وخت اخلي، حال دا چې په ۲۰۱۴ کې چې ارګ ته ورسېد د سولې را وستلو له پاره یې شپږ میاشتې وعده کړې وې؛ خو اوس له پنځو کالو تېرېدو وروسته هم سولې ته پنځه کاله نور وخت هم په کار دی. دا د دې له پاره چې هغه بیا له درغلیو ډک انتخابات وکړي، د رایو صندقونه ډک کړي او بیا د پنځو کلونو له پاره ولسمشر شي. موږ هغه وخت یوې واقعي سولې ته رسېدلای شو چې له سولې نه یوه واحد تعریف ته سره ورسېږو او دې واحد تعریف ته هغه مهال رسېدلای شو چې هر یو د شخصي یا ډله ییزو ګټو پر ځا، ملي ګټې معیار وګرځوو.

دا وخت د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې ګرمې روانې دې او اوازې هم داسې دي چې د سولې خبرو ته سره نژدې شوي دي، د طالبانو ویاند ښاغلي سهیل شاهین هم په یوه تازه مرکه کې چې د افغانستان یوه خصوصي تلویزیوني چینل ورسره کړې وه هم دې ته خوشبیني وښوده او امکان لري چې په اګست میاشت کې یو موافقه لیک سره لاسلیک کړي، د طالبانو یو پخوانی چارواکی اکبر آغا چې اوس د دولت تر چتر لاندې اوسېږي د خپلو معلوماتو په رڼا کې وایي چې ښایي دا موافقه لیک د اګست پر څوارلسمه لاسلیک شي. د اګست څوارلسمه هغه ورځ ده چې پاکستان هم په همدې ورځ استقلال ته رسیدلی. که چېرې همداسې وشي، دا نه ده معلومه چې دا کار به تصادفي وي او که نه د کوم خاص هدف له پاره به دا ورځ په پام کې نیول شوې وي، که دومره د مخه په دې اړه وړاندوینه کېږي، ښایي له پخوا نه سنجول شوې خبرې وي؛ خو بیا هم که حقیقت هر څه وي، دې یوې خبرې ته پام کول په کار دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ به یو توافق وشي او اوربند به هم وشي؛ خو ګرانه ښکاري چې په دغسې یوه توافق دې واقعي سوله را منځته شي. موږ د دې یو ښه مثال هم لرو. حزب اسلامي له حکومت سره د سولې یوه توافق ته ورسید، په دې توافق کې دواړو لوریو، مقابل لوري ته څه وعدې ورکړې چې مثلاً حکومت به د حزب اسلامي پر وړاندې دا، دا تعهدات ترسره کوي او حزب اسلامي به دا، دا؛ خو تر اوسه پورې هغه تعهدات ترسره نه شول، پرته له دې چې حکومت حزب ته میاشتنۍ یو څه نغدې مرستې چې ژمنه یې ورسره کړې وه ورکوي یا یو څه ځمکې چې خپلو اعضاوو ته پکې کورونه جوړ کړي، نور اساسي ګامونه وا نه خیستلای شول؛ د بېلګې په توګه د حزب اسلامي له هغو زندانیانو نه چې فقط د حزبي توب په ګناه نیول شوي او بندیان شوي ډېر لږ شمېر یعنې په اوړو کې د مالګې په اندازه را پرېښوول شوي او نور لا په زندان کې دي. د دې یو عمده دلیل ښايي دا هم وي چې حزب اسلامي هم خپل هغه تعهدات ترسره نه کړای شول چې د حکومت او امریکایانو پر وړاندې د خپلو جنګیالیو له ولیو نه ټوپک را کوز کړي او وسلې یې حکومت ته وسپاري ځکه له هغوی سره اوس هم دا پوښتنه لاینحله پاتې ده چې که د حزب اوسنی دریځ په حقه و؛ نو موږ دا اوولس کاله ولې وجنګېدو او که پخوانی دریځ مو په حقه و؛ نو بیا مو ولې له حکومت سره سوله وکړه. البته ښایي د حزب یو لږ شمېر جنګیالي به د حزب له دې دریځ سره ملګري شوي وي؛ خو ټول نه.

دغسې یو برخلیک ما ته د طالبانو پر وړاندې هم ښکاري، دا کېدای شي چې د طالبانو یو شمېر سیاسي مشران د سولې له بهیر سره ملګري شي؛ خو ښایي نظامي ډلې یې ورسره اتفاق ونه کړي؛ ځکه هغوی سره هم عین پوښتنه مطرح کېدای شي. تر اوسه څومره طالبان ووژل شول او طالبانو څومره مرګ ژوبله واړوله، دا د څه له پاره، ایا هغه هدف چې طالبان یې اوس هم تکراروي د سولې د کیدونکي موافقه لیک په وسیله تأمینیدای شي؟ هغه تعریف چې طالبان له اسلامي نظام نه لري د هغې په مخ کې همدغه اوسنی د سولې نا لاسلیک شوی موافقه لیک خنډ دی چې که هغه لاسلیک شي، همغه اسلامي نظام به په افغانستان کې حاکم شي چې طالبان یې وایي او غواړي، او که چېرې طالب خپل هغه هدف ته و نه شي رسېدای؛ نو بیا یې څه لاس ته راوړل؟ دا پوښتنه به د طالبانو له نظامي لیکو سره خامخا موجوده وي، که فرض کړو د یوې خوشبینۍ له مخې دا ومنو چې یو شمېر طالب جنګیالي به د سولې له بهیر سره ملګري شي؛ خو باور دی چې زیات شمېر به یې وسلې پر ځمکه کښېنږدي، ښایي یا په یوه مستقل هویت، یا له داعش سره په ملګري کېدو خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي او اوس په سیمه کې دغسې قوتونه شته چې هغه د سولې له بهیره پاتې طالبان تمویل او تسلیح کړي. اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا د ګټو تأمین د روسیې، چین، ایران، پاکستان یا نورو دخیلو هېوادو د ګټو په تأمین کې هم دی؟ که چېرې د طالب او امریکا تر منځ د سولې کوم موافقه لیک لاسلیک شي چې احتمال یې زیات او نژدې دی، دا ښایي هېڅکله د سولې د یوه جامع تعریف د تحقق په معنا نه وي او چې د نورو لوریو د ګټو د تحقق په معنا نه شي؛ نو دا نور دخیل هېوادونه خو د امریکا د ګټو له پاره خپلې ګټې نه قرباني کوي. دا اوس د امریکا او ایران روابط تر ډېره ترینګلي دي، همدا اوس د ایران یوه نفت وړونکې بېړۍ له برتانیې سره یرغمل ده او د برتانیې له ایران سره چې دې مسالې د منځني ختیځ او خلیج حالات لا پسې کړکېچن کړي دي؛ نو ایا ایران د امریکا د ګټو له پاره خپلې ګټې هېروي؟ همدا رنګه تر اوسه لا د سوریې او عراق مسأله کاملاً نه ده حل شوې؛ نو دا به ګرانه وي چې سړې د قطر د ناستو نتایجو ته په یوه کامله خوشبینۍ سره وګوري او دا وګڼي چې د افغانستان قضیه کاملاً حل شوه او سوله به تأمین شي.



t