د فیسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی، چې په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې جوړ شوي ۴۷۰ اکونټونه یې تړلي.
د کمپنۍ د اعلان له مخې دا اکونټونه څه د فیسبوک او څه د انسټګرام شبکې اړوند وو.
ویل شوي، چې له دغو اکونټونو څخه د منځني ختیځ د هېوادونو، شمالي او ختیزې افریقا لکه: لیبیا، سوډان، قطر، ترکیې، لبنان، سوریې، اردن او مراکش خلاف تبلیغات کیدل.
دغې کمپنۍ زیاته کړې: دغه اکونټونه د قطر، ترکیې د ترهګرو، د یمن خلاف د ایران د ګامونو د ملاتړ او دغه راز په یمن کې د سعودي د جګړې د ملاتړ لپاره استعمالیدل.
فیسبوک دا اکونټونه ګمراه کوونکي او د خپلې پالېسۍ خلاف ګڼلي.
سعودي او اماراتو په دې اړه څه نه دي ویلي.