د ځوانانو ۱۴ اوریز کرکیټ جام پرانیستل سو

د ځوانانو ۱۴ اوریز کرکیټ جام پرانیستل سو

 د لوی کندهار په سطحه په لومړي ځل د یو خصوصي تحصیلي نهاد (ډاکټر مامون (طاهري) د روغتيايي علومو انستیتوت) په نوښت د کرکیټ جام پیل سو. د ځوانانو د کرکیټ ددې جام ټولي لوبډلي ۶۴ دي او ننه یې په یولړ مراسمو سره پیل وکړ. په دې مراسمو کي د کندهار ولایت مقام څخه د بشري منابعو رئیس جاوید احمد سلطاني، د انستیتوت مسؤلینو، د لوبډلو لوبغاړو او د لوبډلو استازو ګډون کړی وو. د مراسمو پر مهال ښاغلي سلطاني خپله خوښي وښودل او زیاته یې کړه چي یو خصوصي انستیتوت داسي یو ابتکار او نوښت کوي، چي ټول ځوانان ورزش ته هڅوي، دا په کندهار کي یو نیک او ستر کار دئ. د انستیتوت علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر اسدالله بشارت وویل چي موږ له دې ځوانانو څخه خوشحاله یو چي په دې جام کي یې نوم لیکنه کړې ده او زیاته یې کړه چي دا انستیتوت د روغتيايي علومو انستیتوت دئ او هدف یې هم روغتيا ته کار کول دي. د انستیتوت مالي او اداري مرستیال ښاغلي صدیق الله معصومي وویل چي د انستیتوت خدمات هر وخت ددې ځوانانو او ورزش لپاره په خدمت کي دي. نوموړي وویل چي هر ډول مالي امکانات به په لاره اچوي، خو په ځوانانو کي به د روغتیا په هدف ورزش ژوندی ساتي. ددې سره په څنګ کي د بُست زون کرکیټ آمریت په استازيتوب ښاغلي عصمت الله غیرتمل وویل چي بُست زون آمریت همېشه ستاسو پر مخ خلاص دئ او هر ډول مرستي یې تاسو ته اماده دي. نوموړي ددې جام د سیالیو څخه خوښي هم وښودل. د یادو ویناوالو وروسته د ځوانانو جام لپاره پټۍ پرې سوه او دا جام د لومړنۍ سیالۍ په ترسره کېدو سره پیل سو.


ورزش کندهار
t