سيدال خان ناصر څوک وو؟

سيدال خان ناصر څوک وو؟

“سیدال خان د ابدال خان زوی، باړي زی ناصر دی. پلار یې په ( ډیله ) کی اوسېدی چی د ( وازي خوا ) په سر یو ځای دی. هغه وخت چی سلطان ملخي توخي استقلال وموند او د غزنی څخه تر جلدک پوری یې حکومت کاوه ، نو باړي زي د ابدال خان سره راغلل او په ( اتغر ) کی یې استوګنه وکړه . ابدال خان د عادل خان توخي سره په ګډه د کندهار د بیګلر بیګي په مقابل کی چی د صفوي پاچا له خوا ټاکل سوی و ، جنګونه وکړل او هغه یې نه پریښود چی پر کلات حکومت وکړی . سیدال خان چی د ننګیالي پلار زوی و ، په سخاوت او شجاعت کی مشهور و .هغه وخت چی حاجی میرویس خان په کندهار کی ګرګین خان بیګلر بیګي وواژه ، سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپهه سالار و . ده مروجه علوم لکه فقه ، تفسیر ، فصاحت ، صرف و نحو او فارسي کتب لوستلی وو ( پټه خزانه ۱۷۰ مخ ) .
سیدال ناصر ، مخکی له دې چی په جګړو کی برخمن سی ، شعرونه ویل او د عشق سندری یې کښلې . خو وروسته چی د ایران په جنګونو کی بوخت سو نو د شعر ویلو فرصت یې نه درلود بلکی په داسی پوځی عملیاتو بوخت و چی رستم هم ځنی ډارېدئ ( هماغه ۱۷۲ مخ ) .
سیدال خان د هوتکو د دورې یو مهم او غښتلی نظامی سپهه سالار وو ، او بې مبالغې ویلای سو چی دا زړه ور جنرال د هوتکو د جنګو ملی اتل دی . نوموړی په دې ټولو جګړو او فتوحاتو کی ( څه په داخل او څه په خارج کی ) د خورا ځلېدونکو کارنامو څښتن دی .
د هغه وخت څخه چی میرویس خان ګرګین مړ کړ سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپهه سالار وټاکل سو او د هیواد په حربی او نظامی خدمتونو کی داخل سو . بیا هغه وخت چی صفوي لښکر د کندهار د نیولو له پاره راغلل همدا ملی پهلوان د ملی قاید له خوا د هغه مقابلې ته ورمخ سو او د میرویس خان د وخت په ټولو جنګو کی فاتح او بریالی و . بیا چی ملی زعیم وفات سو ، شاه محمود د دې ملی جنرال په مرسته د ایران مرکز اصفهان ونیوی او د پښتنو شاهنشاهي یې تشکیل کړه . بیا د شاه محمود تر مړینی وروسته د شاه اشرف سره د فارس ، عثمانی ترکیې او روسیې په ټولو جګړو کی ملګری او غښتلی سپهه سالار و او په هر جنګ کی سوبه د ده په برخه وه . بیا وروسته د نادر افشار سره په مدافعوي جګړو اخته وو ، او همدا سیدال و چی د پښتنو د شاهنشاهۍ څخه یې سخته دفاع کوله څو چی دا دفاع یې تر کندهاره راورسېدله او په کندهار کی هم تر وروستي طاقت پوری د شاه حسین سره یو ځای د نادر په مقابل کی وجنګېد او د سیدال قوي روح تر پایه نادر ته سر ټیټ نکړ ( میرویس نیکه ۱۳۳ ـ ۱۳۴ مخونه ) .
د ۱۱۴۹ هجری کال د ذیقعدې په میاشت کی چی د نادر افشار اردو کندهار محاصره کړ ، دا تاریخی محاصره چی په خورا شهامت سره یې دفاع کېدله د پیاوړی جنرال سیدال خان په همت تر یو کال او څو میاشتو پوری وغځېده . څنګه چی نادر خپله څه قوا د کلات خوا ته واستوله نو سیدال خان هم د څلورو زرو کسو سره هلته ولاړ او د کلات پر کلا یې د نادر د پوځیانو سره پر سپین ډاګ سختی مقابلې وکړې څو چی په آخیر کی د اعلیحضرت شاه حسین د زوی « محمد » سره د کلات د کلا دباندی په جګړه کی د نادر د لښکرو په لاس ورغی . نادر چی خپل دا زړه ور رقیب لاس ته راووست دستی یې امر وکړ چی د هغه سترګی ړندې کړی . د ده په سقوط سره د هوتکو شاهنشاهي هم سقوط وکړ .
کوم وخت چی ملی پهلوان سیدال خان ناصر د وطن خواهۍ په لار کی سترګی بایللې نو د خپلو خپلوانو او خپلی کورنۍ سره د کندهار څخه وکوچېد او د کابل د کوهدامن شکردرې ته ولاړ څو چی همدلته یې د نړۍ څخه سترګی پټی کړې . نن د دې میړه جنرال مزار د شکردرې د سیاسنګ په مقبره کی دی ( هماغه ۱۳۵ ـ ۱۳۶ مخونه )”.

✍️ډاکټر نثار احمد واصفي

منډیګک


معلوماتي، سیدال خان
t