شپږيزې ليګ ته د لوبغاړو د پېرولو مراسم ترسره شول

شپږيزې ليګ ته د لوبغاړو د پېرولو مراسم ترسره شول

بېګاه ماښام د افغانستان کرکټ بورډ کې د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم ترسره شول.

په يادو مراسمو کې په پنځو بېلابېلو کټګوريو کې هرې لوبډلې ۱۶ لوبغاړي واخیستل، چې یو لوبغاړی یې له تېرې دورې له ځانه سره ساتلی و او همدارنګه یې دوه لوبغاړي هم په ایمرجنګ لوبغاړو کې پخپله خوښه غوره کړل چې په مجموع کې ۱۹ لوبغاړي کېږي.

د یادولو وړ ده چې د شپږیزې لیګ لوبې به د شپږو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د روان ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او د اکټوبر تر اوومې نېټې پورې به دوام ومومي.




t