د پښتو او دری ژبو د املا معیاري کولو سمینار تر سره کیږي

د پښتو او دری ژبو د املا معیاري کولو سمینار تر سره کیږي

د پښتو او دری ژبو د املا معیاري کولو سمینار به ډیر ژر د اجرائیه ریاست کلتوري او هنري کمیټې چې پوهنې وزارت يې یو اصلي غړۍ ده، تر سره شي.

دا موضوع پرون د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د اجرائیه ریاست کلتوري او هنري کمیټې رئیس فقیراحمد میوند په لیدنه کې مطرح شوه.

پوهنې وزیر د معیاري او علمي ژبو څخه په ګټه اخیستنې ټینګار وکړ او د دې سمینار په ښه او غوره توګه د تر سره کیدو په موخه يې یو څو خبرې وکړې.

فقیراحمد میوند د دې لیدنې په ترڅ کې د خپلې کمیټې د فعالیتونو راپور د وړاندي کولو ترڅنګ د پښتو او دري ژبو د املا معیاري کولو د سمینار پرانستي په موخه د اطلاعات او کلتور وزارت، د افغانستان علومو آکاډمي، کابل پوهنتون، د شهید استاد رباني تعلیم او تربیي پوهنتون، سید جمال الدین افغان دارالمعلمین او د پوهنې وزارت له همکاري څخه یادونه وکړه.




t