د هوا د پاکوالي په موخه د پنځه کلن پلان تطبیق پیل شو

د هوا د پاکوالي په موخه د پنځه کلن پلان تطبیق پیل شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه پلان کلن پلان، چې په دې وروستیو کې د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون له خوا تصویب شوی، د پنج شنبې په ورځ د زمري په ۱۰مه نېټه د حکومت د رسنیو مرکز کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړ.

دغه کنفرانس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي، د برېښنا شرکت عمومي رئیس، انجنیر امان الله غالب، د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو معینې، ډاکترې مهتاب عالمي او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ عمومي رئیس سمونوال بسم الله تابان په حضور او همدا راز د دې ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین، ادریس ملیار، د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون غړو او خبریالانو په ګډون ترسره شو.

ښاغلي میوندي د دې پلان اصلي موخې: (د چاپېریال د ویجاړوونکو لاملونو او هوا ککړتیا کمول او مخنیوی، د فزیکي او کیمیاوي خواصو د بدلوونکو عناصرو د خپرېدو مخنیوی، د انسان په روغتیا او چاپېریال باندې د ناوړه اغېزو مخنیوی او د چاپېریالي وضعیت ښه کول) وبلل او زیاته یې کړه: دا یو جامع پلان دی چې په مرکز او ولایتونو کې به پلی شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: تر ۱۴۰۳ل.ل کال پورې په تدریجي توګه د یوځل مصرفه  پلاستیکي توکو د مصرف مخه نیول، په جدي توګه د ډبرو سکرو د مصرف او تورید د څرنګوالي مدیریت، د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه د نیالګیو په کېنولو کې د زده کوونکو، محصلینو، د ملکي خدمتونو کارکوونکو او خصوصي سکټور مکلف کول د دې پلان له مهمو مواردو څخه دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د دې پلان د ښه تطبيق په موخه له ټولو هېوادوالو، رسنیو، دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي.

ورپسې د برېښنا شرکت عمومي رئیس، انجنیر امان الله غالب د هوا ککړتیا په راکمولو کې د دوامداره برېښنا د چمتو کولو، ټولو ولایتونو ته د برېښنا وېشل، او د نوې کېدونکې انرژې د استفادې د ترویج کېدو ژمنه وکړه.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معینې آغلې مهتاب عالمي وویل: کابل ښاروالي د هوا ککړتیا د راکمولو په موخه د سړکونو او پیاده روونو د پخولو، په دوامداره توګه د ښار پاکول، له ښار څخه لېرې د خځلو لېږد، د ښار د پاکوالي لپاره د نویو موټرو پېرودل، په ښار کې د اصنافو د فعالیت تنظیم او د نیالګیو اوبه کول هغه چارې دي، چې کابل ښاروالۍ په خپلو راتلونکو پلانونو کې اوډلې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ عمومي رئیس، بسم الله تابان هم د هوا ککړتیا د راکمولو په موخه د خپلو پلانونو (د نقلیه وسایطو د چک او کنترول څانګو زیاتول، د ترافیکي جریان تنظیمول، د چاپېریالي سرغړوونو د مخنیوي لپاره د زرغونو پولیسو جوړول) په اړه معلومات ورکړل.

همدا راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي د کابل ښار د هوا د څرنګوالي د اوسني وضعیت، راتلونکي کې د دې پنځه کلن پلان د پلي کولو د څرنګوالي او همدا رنګه د هوا د کیفیت د معلوملو دوامداره سیسټم د جوړولو په هکله ګډونوالو او خبریالانو ته لازم معلومات ورکړل.




t